پنجشنبه , اپریل 25 2019
Home / افغانستان / د الفتح او خالد عملیاتو غبرګونونه راپارولې دي

د الفتح او خالد عملیاتو غبرګونونه راپارولې دي

د حکومت او طالبانو له لوري د عملیاتو اعلان د ولس او شنونکو له غبرګون سره مخ شوی دی. په هېواد کې پوځي او سیاسي شنونکي پر دې باور دي، چې روانه جګړه یوازې د افغان وژنې جګړه ده او هېڅ ډول توجیه نه لري. د دوی په خبره، د حکومت او طالبانو له لوري د عملیاتو اعلان د سولې هڅې زیانمنوي او زیان یې یوازې عامو افغانانو ته اوړي. د پوځي مسایلو شنونکی میرزا محمد یارمند ویلي، دا په لوی لاس د جنګي فضا رامنځ ته کول دي. دده په وینا نړۍ په دې باور ده چې مذاکرات باید دا جګړه ختمه کړي. د ولسي جرګې غړی داوود کلنکاني هم وایي، چې جګړه پر افغانانو تپل شوې ده او ټولو ته په کار ده، چې د یو بل د وژلو پر ځای د سولې خبرې وکړي. دده په خبره دا په سوله کې د ډېر امتیاز اخیستلو جګړه ده، چې زیان یې عامو افغانانو ته اوړي.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About tribalnews