دوشنبه , مارچ 25 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / د افغانستان په ګډون، په ټوله نړۍ کې د ښځو ورځ لمانځل کېږي

د افغانستان په ګډون، په ټوله نړۍ کې د ښځو ورځ لمانځل کېږي

د ښځو نړيواله ورځ

د مارچ اتمه نېټه په ټوله نړۍ کې د ښځو په درناوي، د ښځو ورځ لمانځل کېږي. دا ورځ په افغانستان کې هم په لويه کچه لمانځل کېږي، چې د لمانځوونکو په وينا يې، دوى يې د دې لپاره لمانځي، چې د ښځو مننه وکړي، ځکه په افغان ټولنه کې ښځه ډېره محکومه پاتې شوې ده، خو ښځه ته خداى پاک دومره اوچت مقام ورکړى دى، چې جنت يې تر پښو لاندې دى.

د ښځو نړيواله ورځ په لومړي ځل په کال ١٩٠٩ کې په نيويارک کې د يوه ځايي ګوند له خوا ولمانځل شوه، خو دغه وخت کې د فبرورۍ په ٢٨مه نېټه لمانځل شوې وه، له هغه وروسته په ١٩١٠ کال کې د ښځو د يو نړيوال کنفرانس پر مهال د ښځو د ورځې لمانځلو وړانديز وشو، بيا په ١٩١٧ کال کې د مارچ اتمه نېټه د ښځو ورځ په روسيه کې وټاکل شوه او له هغه وروسته به هر کال د ښځو ورځ لمانځل کېده.

وروسته په نورو هېوادونو کې هم د مارچ اتمه د ښځو د درناوي په پار لمانځل کېدله، خو په ټوله نړۍ کې دا ورځ هله رسمي ولمانځل شوه، کله چې ملګرو ملتونو په ١٩٧٥ کې دا ورځ د ښځو د نړيوالې ورځې په توګه ومنله، له هغه وروسته په ټوله نړۍ کې د مارچ اتمه د ښځو د درناوي په پار لمانځل کېږي.

په ډېرو هېوادونو کې د مارچ په اتمه باندې عمومي رخصتي هم اعلانېږي، خو نور هېوادونه بيا رسمي رخصتي نه اعلانوي، خو د ښځو د ورځې د لمانځلو په پار لويې لويې غونډې او نور پروګرامونه ترسره کوي.

په هغه ټولنو کې چې ښځه پکې محکومه پاتې شوې ده، په دې ورځ باندې دا هڅه هم کېږي چې په ټولنه کې عامه پوهاوى ترسره شي او خلک په دې پوه شي، چې د ښځو درناوي وکړي، د هغوى حقونه هغوى ته ورکړي او له هغوى سره ښه چلند ترسره کړي.

د خبريال اداره د افغانستان ټولو ښځو ته د مارچ د اتمې په پار مبارکي وايي.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About اداري څانګه