چهارشنبه , مارچ 20 2019
Home / Hot News / د ارمان لوڼي څلويښتمه نمانځل کیږي

د ارمان لوڼي څلويښتمه نمانځل کیږي

هندوکش – پاکستان:  د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون د پاکستان پر حکومت نیوکه وکړه چې د ارمان لوڼي د وژنې قضیه یې نه ده څیړلي.

منظور پښتون دا خبرې داسې مهال کوي چې د ارمان لوڼې له وژنې څلوېښت ورځې تیریږي خو د پاکستان حکومت د یادې قضیي عریضه هم نه ده کړې او نه یې له دوی سره د  څیړنو پایلې شریکي کړي.

ارمان لوڼې څلویښت ورځې وړاندې دیو معلوم کس له لورې  پاکستان کې له وهلو ټکولو وروسته روغتون په لاره یې ساه ورکړه.

اوس د پښتون ژغورنې غو رځنګ غوښته د پاکستان له حکومت څخه غواړي چې د ارمان لوڼي قاتل ونیسی او محاکمه یې کړي.

دادان وزیري

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About ahmadwali