دوشنبه , مارچ 25 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / د اذربایجان سره لاسلیک شوي تړونونه د هېواد له اقتصاد سره مرسته کولی شي

د اذربایجان سره لاسلیک شوي تړونونه د هېواد له اقتصاد سره مرسته کولی شي

د اذربایجان سره لاسلیک شوي تړونونه : په افغانسنان کې د معلوماتي ټکنالوژۍ پیاوړتیا، د اوسپنې د پټلۍ غځول، د فرهنګي چارو سمون او په افغانستان کې د ټرانزیټي اسانتیاوو برابرول هغه تړونونه وو چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د اذربایجان هېواد له مسؤلو چارواکو سره لاسلیک کړل.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي اذربایجان ته د ولسمشر غني په وروستي سفر کې د دې هېواد له له مسؤلو چارواکو سره د یو لړ تړونونه لاسلیک کول به د هېواد له اقتصادي پیاوړتیا سره مرسته وکړي.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو پر اساس اذربایجان د اروپایي هېوادونو او افغانستان ترمنځ د لاجوردو د سوداګریزې لارې په اوږدو کې پروت هېواد دی، دغه لار شاوخوا ٢٨٠٠ کیلو متره اوږدوالی لري، چې افغانستان د ترکمنستان، ګرجستان او اذربایجان له لارې له ترکیې او له هغه ځایه د تورې بحیرې په واسطه له اروپایي هېوادونو سره نښلوي.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ خونه د اذربایجان سره د نویو لاسلیک شویو تړونونو د هرکلي ترڅنګ وایي، د افغانستان او اذربایجان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا او پراختیا کولی شي د افغانستان او نورو اروپایي هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې لا پیاوړې او پراخې کړي.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزی وایي:

د اذربایجان پانګوال دې په افغانستان کې پانګونې ته وهڅول شي او حکومت دې د اذربایجان پانګوالو سربېره د نورو هېوادونو پانګوالو ته هم په افغانستان کې د پانګې اچونې زمینه او شرایط برابر کړي.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About امنه خان عزيزي