دوشنبه , مارچ 25 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / د اتمر وسلواله ننداره او د ولس غبرګون

د اتمر وسلواله ننداره او د ولس غبرګون

د اتمر وسلواله ننداره

پرون ورځ د کابل په دشت برچي کې د مزاري په تلين غونډه باندې له يوه کور څخه څو راکټونه وتوغول شول، چې پکې مرګ ژوبله هم عامو خلکو ته واوښته. په دغه غونډه کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي او راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته نوماند محمد حنيف اتمر په ګډون له دولته بهر ټولو سياسيونو ګډون درلود، چې له راکټي بريدونو وروسته غونډه پاى ته ورسېده.

په دغه غونډه کې راروانو ولسمشريزو ټاکنو ته نوماند لطيف پدرام هم ټپي شوى او همدا راز د حنيف اتمر ٨ ساتونکي هم پکې سرسري ټپيان شوي ول، خو له غونډې څو ساعته وروسته راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته نوماند حنيف اتمر په يوه ويډيو کې راڅرګند شو، چې په دري ژبه کې يې د دې بريد په اړه خبرې وکړې.

دلته په دغه ويډيو کې د اتمر خبرې د اهميت وړ نه وې، بلکې په دغه ويډيو کې چې اتمر په کوم ډول راښکاره شو، دغه د خلکو لپاره د اهميت وړ و، ځکه له اتمر نه يو او بل خواته وسلوال کسان ولاړ دي، ټولو تورې دريشۍ کړي او اتمر يې په منځ کې ولاړ دى او خبرې کوي، چې ډېرى خلکو ورته د حنيف اتمر وسلواله ننداره نوم هم ورکړ.

د حنيف اتمر په دغه وسلواله ننداره باندې ولس کوم غبرګون ښکاره کړ؟ هڅه کوو له فېسبوک څخه د يو شمېر خلکو اندونه او تبصرې په دې اړه راواخلو او له تاسو سره يې شريک کړو.

تکړه ليکوال او سياسي شنونکي مشتاق رحيم هم د حنيف اتمر دغه انځور خپور کړى او ورسره يې ليکلي دي، چې دا اتمر صېب موږ ويروي او که په خپله دومره ويرېدلى دى، چې آن د کمرې مخې ته هم له باډيګارډانو سره راځي.

ليکوال، شاعر او سياسي شنونکى مجيد قرار هم د اتمر ياد عکس په خپل فېسبوک خپور کړى دى او سختې نيوکې يې پرې کړي دي، هغه پوښتنه کوي چې دا سړى خو مخکې سم ښکارېده خو چې اوس پرې دا کوم چلونه شوي دي. هغه ليکي:

((په دغه څه د خدای غضب وشو، دا خو تر پرونه سم سړی ښکارېده. دا اوس چا ته زور ور پیمانه کوي؟ دا څه د ګوډ تیمور چلونه کوي؟ څوک وېروي؟ دا ملت نورو کم وېرولی چې د لویدیځ د پوهنتونونو فارغ هم ټوپک پسې را واخلي؟ پرون یوه كليوال هلک ورته لیکلي و چې دا بوزئ، میاعلي بابا ده، دا لېونی شوی. په هغې سرې وټۍ دارې خولۍ کې ریښتیا لېونی ښکارېده خو دلته یې چې وینم، د میاعلي بابا نه دی، د یوه ښه لت او پروت دی. تاسې او خدای تاسې د نړۍ د کوم ملت د ولسمشرۍ کاندید لیدلی چې دغسې خپل ملت ته وسلې او میلونه ور وښي. د وسلې تشهیر او پر یو چا ور برسېره کول په ګڼو قوانینو کې جرم دی. دا د وسلې تشهیر دی. دا د یوه ملت ارعاب او د وسلې د کلتور خپرول دي. که په افغانستان کې ریښتیا قانون وي، باید د غلو د بانډ له دې سمبولیک مشر څخه پوښتنه وشي چې کاکا کجا میري، خیریت خو است؟))

اېمل جلال بيا د حنيف اتمر په دې انځور باندې اوږد تحليل ليکلى دى، چې پکې يې ليکلي دي، چې د اتمر د دې انځور پېغام دا و، چې هزاره ګانو ته وښايي، چې پر دوى بريدونه ده نه دي کړي، بلکې د دوى د بدبختيو عامل ولسمشر غني دى. په بله خبره کې هغه وايي، چې د وسلو سره په ويډيو کې راښکاره کېدو معنا دا ده چې خپل زور ښايي، ځکه د القاعدې، داعش، حکمتيار او نورو وسلوالو مشران چې به راښکاره کېدل، نو همدغه ډول وسلوال به ورسره ولاړ و، چې خپل زور ښکاره کړي. اتمر هم وايي چې زما خبره ومنئ که نه وي د وسلو په زور يې درباندې منم.

همدا راز په اخر کې ليکي، چې يونس قانوني وايي چې اتمر يواځينى کس دى چې غني له واکه ليرې کولاى شي او همدا راز اتمر هم د اوسني حکومت لپاره ځان يوازينى بديل بولي، نو په دې توګه اتمر دا ښکاره کول غواړي، چې راتلونکى حکومت د ده دى، که دا د ټاکنو د لارې وي، که د موقت حکومت د لارې او که د کودتا د لارې.

ليکوال او مدني فعال زيارمل افغان بيا د اتمر له عکس سره يوازې دومره ليکلي (حنيف اتمر او د هغه تور لښکر)، چې بيا په تبصرو کې هم خلکو په دغه عکس باندې سختې نيوکې کړي دي.

ليکوال او د حنيف اتمر پخواني وياند تواب غورځنګ هم د اتمر دغه عکس په خپل فېسبوک پورته کړى او په انګليسي کې يې ورته ليکلي دي، چې دا هغه اتمر نه دى، کوم چې ده پېژنده.

ليکوال او شاعر طاير ځلاند هم د حنيف اتمر عکس ته سخت غبرګون ښوولى دى او ليکلي يې دي، چې موږ وايو چې له دې حالت څخه راووځو، خو دوى بيا هم ټوپک خپل قانون ګڼي. هغه وايي چې سياست بايد خدمت وي، خو دا خلک د وسلو مانور ته لا هم دوام ورکوي. هغه وايي چې قومي وېش او ډلبندۍ بايد په ژمنتيا بدلې شي، خو دوى د بل قوم د رايو ترلاسه کولو لپاره خپل قوم هم کنځي.

په زرګونو فېسبوکي فعالانو د حنيف اتمر په دغه عکس باندې سختې څرګندونې کړي دي او د هغه دا کار يې په سختو ټکو کې غندلى دى. ډېرى شمېر خلکو خو بيا د حنيف اتمر له دې عکس سره د جنګي سريالونو (د درې مورچل) او (د لېوانو دره) نومونه هم ليکلي او په دغه نومونو يې د حنيف اتمر دا عکس خپور کړى دى.

که هر څه وي، خو د ولس غبرګون د حنيف اتمر دې عکس ته په ډېرو سختو ټکو کې و، چې په سياست کې وسلواله ننداره ښکاره کول ولس ته په هېڅ ډول د زغملو نه ده.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About اداري څانګه