دوشنبه , مارچ 25 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / د آی ايس آی پخوانی لوړ پوړی افسر اسد منير په خپل کور کې وژل شوی

د آی ايس آی پخوانی لوړ پوړی افسر اسد منير په خپل کور کې وژل شوی

د پاکستان د پوځ پخوانی لوړ پوړی افسر اسد منير په خپل کور دننه چا وواژه؟

د پاکستان د استخباراتي ادارې (ايي اېس ايي) او (اېم ايي) پخواني لوړ پوړي چارواکي بريګيډئير(ر) اسد منير مړی د هغه په کور اسلام اباد کې ترلاسه شوی دی.

د پاکستان د ځايي ميډیا ترمخه د اسلام اباد د سيکرټريټ تاڼې پوليس ویلي، دا د ځان وژنې/ خودکشۍ پېښه ده او د خودکشۍ د مادې لاندې به مقدمه درج کولی شي.

د اسد منير د مړينې خبر د هغې لُور په ټويټر ورکړی ؤ.

په ټولنيزو رسنيو يو داسې خط هم چليږي چې په څرګنده د اسدمنير لخوا د پاکستان سپريم کورټ چيف جسټس ته ليکل شوی او ورته پکې ويل شوي چې د احتساب قامي ادارې (نېب) د هغه پرضد بې اثاثه مقدمه جوړه کړې ده.

په دې خط کې ليکل شوي چې “زه ځان وژنم/خودکشي کوم چې د سپکاوي نه ځان بچ کړم”.

په خط کې چيف جسټس ته خواست شوی چې د نېب د چارواکو خبر واخلي چې کوم بل حکومتي چارواکي ته داسې سزا ور نه کړی شي چې هغه کوم جرم نه وي کړی.

په سوشل ميډيا دغه خط ګڼو خلکو خپور کړی او د نېب په اداره یې ورسره سخت ټکونه کړي دي.

ژورنالسټ طلعت حسېن په ټويټر ويلي، “د نېب بل ښکار. ريټايرډ بريګيډيئر د دفاع او سياسي چارو کار پوهه اسد منير د کورني سرچينو ترمخه هغه د نېب د چارواکو د سپکاوي او خپل عزت ساتلو دپاره خودکشي وکړه. د دې نه بله غټه د شرم خبره شته”.

NAB’s newest victim. A retd Brig, known defence and political analyst Asad Munir commits suicide ONLY to highlight personal honour and dignity killing by NAB officials through media trials, according to family sources. Can there be a shame bigger than this?

اسد منير به د وي او ای ډیوه سره هم د دفاعي او قبايلي چارو د کار پوهه په حېث خپل نظر شريکولو.

د پيپلز ګوند مخکښ مشر فرحت الله بابر په ټویټر په څرګند ډول د اسد منير د خط هغه خبره کړې چې هغه پکې د چيف جسټس نه غوښتنه کړې چې د نېب خبر واخلي.

نوموړي ويلي د دغه پېښې د پلټنو دپاره به کوم تن د خپل عزت په خاطر د خپلې چوکۍ څخه استعفا ورکړي.

Farhatullah Babar@FarhatullahB

Asad Munir suicide note urging CJP to “take notice of NAB… so that others… are not convicted for crimes they had not committed”, a severe indictment of NAB & self righteous Chairman. Any self respecting person will step down for fair investigations. #JusticeforAsadMunir

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About tribalnews