شنبه , مارچ 23 2019
Home / Hot News / دفاع وزارت کې نوې ګمارنې شوې

دفاع وزارت کې نوې ګمارنې شوې

هندوکش – کابل: د غه وزارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان ملي پوځ لپاره نوی لوی درستیز، او ددې وزارت لپاره لومړی مرستیال په دنده ګمارل شوي.

د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې زیاتوي چې ډګر جنرال بسم الله و زیري د افغانستان د وسلوال پوځ د لوی درستیز همدا شان یاسین ضیا دیاد وزارت د لومړي مرستیال څوکیو ته نوې ګمال رل شوي ترڅو د خپلې شته تجربې څخه په استفاده اصلاحات او نوښتونه راولي.

ښاغلی بسم الله وزیري مخکې له دې چې د افغانستان د لوی درستیز په توګه وټاکل شي افغانستان د ځانګړو عملیاتو د قول اردو قوماندان هم وو او یاسین ضیا کومه پوځي دنده نه درلوده

د افغانستان د دفاع وزارت په خپله خپره کړې خبره پاڼه کې همداراز ویل شوي چې ډګر جنرال محمد شعیب په هوايي برخه کې د لوی درستیز د مرستیال او تورن جنرال عبدالفهیم رامین چې مخکې د ۷۷۷ ځانګړې لوا قوماندان و، د هوايي قل اردو د قوماندان په توګه ټاکل شوي دي

دفاع وزارت زیاتوي کوم بدلونه چې راغلي د دفاع وزارت له لوري د بیلابیلو وړاندیزونو په مټ ولسمشر ته ترسره شوي او د یو شمېر نورو ګمارنو سره یوځای د جمهور رئیس په حکم پورته کسان خپلو نویو دندو باندې ټاکل شوي دي

خبرپاڼه وايي چې د ځانګړو عملیاتو د قل اردو د قوماندانۍ مرستیال محمد حیدر نېک ‌پی به د نوي قوماندان تر ټاکل کېدو پورې د دې قول اردو سرپرست قوماندان وي.

د غه وزارت په پوځي برخه کې د نویو ګمارنو خبر په داسې حال کې ورکوي چې تیر کال او جاري کال د پوځ پر یو شمېر لویو مرکزونو خونړي بریدونه ترسره شول او ملي پوځ ته يې تلفات اړولي.

د افغانستان د دفاع وزارت لپاره نوي وزیر او ددې وزارت سرپرست اسدالله خالد د داسې خونړي هدفونو د مخنیوي په موخه د جدي مبارزې خبر ورکړی.

سرچینه : خبریال

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About ahmadwali