پنجشنبه , اپریل 25 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / داکترعبدالله عبدالله د سولې مشورتي لویه جرګه تحریم کړه

داکترعبدالله عبدالله د سولې مشورتي لویه جرګه تحریم کړه

د ثبات او همپالنې ډلې د داکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ اعلام کړه، چې دغه ټاکنیزه ډله د سولې په جوړیدونکې مشورتي جرګه کې ګډون نکوي او دا ناسته د افغانستان د روانو ستونزو له حل سره هم مرسته نشي کولی.

 دغې ډلې دا هم څرګنده کړې، چې په دې اړه له عبدالله عبدالله سره مشوره نده شوې.

د دغې ډلې لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: له څه وخت راپدیخوا د سولې مشورتي لویې جرګې د ناستې جوړولو په اړه پرېکړه شوی، چې د یو شمېر کسانو له ټاکنې سره یې د پلي کولو پړاوونه هم وهلي دي.

د دغې ډلې د اعلامیی له مخې؛ د داکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ډله د سولې مشورتي جرګې تر سرلیک لاندې په جوړیدونکې ناسته کې ګډون نکوي او دغه ناسته د افغانستان د اوسنیو ستونزو د حل لپاره اغېزمنه هم نه بولي.

لدې مخکې هم د سولې پر جوړیدونکې مشورتي لویه جرګه ګڼې نیوکې شوي او یاده جرګه د سیاسي مخالفانو د څنډې ته کولو او د ولسمشر لپاره د ټاکنیز کمپاین د هڅو برخه بلل شوې ده. د سولې او اعتدال ټاکنیزې ډلې مشر حنیف اتمر هم د یوې اعلاميې په خپرولو یاده جرګه (سفارشي جرګه) نومولې وه او څرګنده کړې یې وه، چې پدې اړه له سیاسي ګوندونو او مطرح اړخونو سره هیڅ راز مشوره ندې شوې.

دا په داسې حال کې ده، چې د سولې مشورتي جرګې د جوړولو کمیسیون مشر ویلي، چې د د دغې جرګې د جوړولو له پاره به په راروانو څو ورځو کې له بېلابېلو خواوو سره  هر اړخیزې خبرې وشي.

تمه ده، چې د سولې مشورتي جرګه د روان کال د غویی پر نهمه جوړه شي؛ حکومت په کې د طالبانو ګډون ته هم هیله من دی؛ خو طالبانو وار له مخه یاده جرګه دسیسه بللې او له خلګو یې غوښتي، چې په کې ګډون ونکړي.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About Ariana News