چهارشنبه , مارچ 20 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / دافغانستان او آذربایجان ترمنځ درې هوکړه لیکونه لاسلیک شول

دافغانستان او آذربایجان ترمنځ درې هوکړه لیکونه لاسلیک شول

افغان ولسمشر محمد اشرف غني چې تېر ماښام د باکو په نړیواله مجمع کې د ګډون په موخه د آذربایجان پلازمېنې باکو ته تللی، پرون د (کب ٢٤مه) د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه د خپرې شوې اعلامیې پر اساس چې ولسمشر غني به د  آذربایجان له ولسمشر الهام علي اوف او یو شمېر چارواکو سره وویني او د ښاغلي علي اوف سره به ځینې هوکړې هم لاسلیک کړي، نن د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو ترمنځ درې هوکړه لیکونه لاسلیک شول.

د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه د یوې خپرې شوې اعلامیې پر نواله یاد درې هوکړه لیکونه د کلتوري، مخابراتو او معلوماتوي ټکنالوژۍ او د آذربایجان او افغانستان ترمنځ د اوسپنې د کرښې په اړه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او الهام علي اوف په شتون د دواړو هېوادونو ترمنځ د آذربایجان په پلازمېنې باکو کې لاسلیک شول.

د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي افغانستان او آذربایجان هېوادونو ولسمشرانو پر کاني ترانسپورتي او سوداګرۍ موضوعاتو په اړه ځانګړی بحث وکړو.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېر ماښام د آذربایجان پلازمېنې ته د باکو په نړیواله مجمع کې د ګډون په موخه ورسېد نن یې د باکو په نړیواله مجمع کې د ګډون ترڅنګ وینا هم وکړه.

آذربایجان د لاجورود د سوداګریزې لارې په اوږدو کې پروت هېواد دی چې په دې وروستیو کې له افغانستان سره هم ښې اړیکې لري.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About امنه خان عزيزي