دوشنبه , مارچ 25 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / خلیلي: حکومت او ناټو دې پر کابل راکټي برید وڅیړي

خلیلي: حکومت او ناټو دې پر کابل راکټي برید وڅیړي

د سولې د عالي شورا رییس محمد کریم خلیلي په کابل کې د عبدالعلي مزاري مړینې په ٢٤مې یاد غونډې د تېرې ورځې راکټي بریدونه په اړه وویل: دا ډول بریدونه به ولس د سولې له غوښتنو را ونه ګرځوي.

ښاغلي خلیلي له حکومت او د غوڅ ملاتړ له مأموریت وغوښتل چې یاد راکټي بریدونه ژر تر ژره وڅیړي او په ډاګه کړي چې د دې پېښې تر شا کوم لامل وو.

تېره ورځ (پنجشنبه کب ١٦مه) د وحدت حزب پخواني مشر عبدالعلي مزاري د مړینې په ٢٤مه یاد غونډه راکټي بریدونه ترسره شول، د کورنیو چارو وزارت ویلي په یاد راکټي برید کې یوولس تن وژل شوي او تر سلو زیات تنه ټپيان شوي دي.

د مرحوم مزاري د مړینې په ٢٤مه یاد غونډه کې د هېواد مهمو څېرو عبدالله عبدالله، حنیف اتمر، یونس قانوني، محمد محقق، کریم خلیلي او لطیف پدارم ګډون درلود.

په یاد راکټي برید کې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو نوماند لطیف پدرام او حنیف اتمر اته تنه ساتونکي ټپیان شوي دي.

خلیلي نن جمعه(کب ١٧مه) له غرمې وروسته په کابل کې په یوه ناسته کې د خبرو پرمهال د سولې لپاره پر هڅو ټینګار وکړ او ویې ویل چې دا هڅې باید افغان له ادرسه وشي.

د سولې عالي شورا رییس محمد کریم خلیلي زیاته کړه که حکومت په یوازې توګه د سولې بهیر پر مخ یوسي نو ناکام به وي.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About امنه خان عزيزي