شنبه , مارچ 23 2019
Home / Hot News / خلیلزاد د قطر د خبرو جزیات په ډاګه کړل

خلیلزاد د قطر د خبرو جزیات په ډاګه کړل

هندوکش – کابل: خلیلزاد ویلي، له لوړو ژورو سره سره یې پرمختګ وکړ او ورته مالومه شوه چې ټول اړخونه د جګړې ختمول غواړي.

د افغان سولې برخه کې د امریکا بهرنیو چارو وزرات ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په یو شمېر ټویټر پیغامونو کې ویلي، د سولې لپاره حالت ښه شوی او دا څرګنده شوه چې ټول اړخونه د جګړې ختمول غواړي.

خلیلزاد لیکلي، له لوړو ژورو سره سره مو پرمختګ وکړ.

د هغه په خبره، د سولې لپاره باید پر څلورو ټکو هوکړه وشي، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې ډاډ، له افغانستان د بهرنیو ځواکونو وتل، د افغانانو خپلمنځي خبرې او هر اړخیز اوربند.

خلیلزاد زیاته کړې، کله چې د پوځونو وتلو مهالوېش او له ترهګرۍ سره د اغېزمنې مبارزې اقداماتو پر مسودې هوکړه وشي، بیا به طالبان او د حکومت په ګډون نور افغانان د یوه سیاسي جوړ جاړي او هر اړخیز اوربند لپاره خپل منځي خبرې پیل کړې.

خلیلزاد ویلي، بل ګام به واشنګټن کې بحثونه وي او دغه راز به له نورو ملګرو سره سلا مشورې کېږي.

په بل ټویټ کې هغه ویلي، دوی به ژر بیا سره وویني او تر هغو چې پر ټولو مسایلو هوکړه نه وي شوې، وروستۍ هوکړه نه شته.

سپوږمۍ پوپلزۍ

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About ahmadwali