شنبه , مارچ 23 2019
Home / Hot News / خلیلزاد: د سولې لپاره شرایط ښه شوي

خلیلزاد: د سولې لپاره شرایط ښه شوي

هندوکش – کابل: د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي پر ټویتر پاڼې راغلي چې، د سولې لپاره شرایط ښه شوي دي.

نوموړي په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي: «زه همدا اوس په قطر کي د طالبانو سره له اوږدو خبرو خلاص سوم. د سولې لپاره شرایط بهتره سوي دي. دا واضح خبره ده چي ټول طرفونه د جنګ ختمول غواړي. د ټولو کښته او پورته سره سره، موږ دوامداره پرمختګ وکړ، او واقعي او ستر ګامونه مو واخیستل. نهايي سوله پر دې څلورو مسایلو باندي موافقې ته ضرورت لري: (الف) د تروریزم پر خلاف تضمین، (ب) د امریکايي عسکرو وتل، (ت) بین الافغاني خبري، او (ج) هر اړخېز او جامع اور بند.

د جنوري په خبرو کي موږ په عمومي توګه پر همدې څلورو مسایلو باندي خبرې کړي وې.

موږ اوس د لومړیو دوو مسلو په باب «په مسوده کي موافقه کړې ده. کله چي د عسکرو د وتلو او تروریزم پر خلاف د موثرو اقداماتو د موافقې مسوده نهايي سي، طالبان، نور افغانان او جمع حکومت به د سیاسي مصالحې او جامع اور بند په اړه بین الافغاني مذاکرات پیل کاندي».

خلیلزاد زیاته کړې چې زما بل قدم به په واشنګټن کې د نورو لوریو سره بحثونه او مشورې وي. مونږ به ډېر ژر بیا سره کښينو او تر څو چې پر ټولو خبرو توافق نه وي شوی، هیڅ توافق نه دی شوی.

سپوږمۍ پوپلزۍ

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About ahmadwali