جمعه , اپریل 26 2019
Home / Hot News / خلیلزاد دوحه کې نه دی

خلیلزاد دوحه کې نه دی

هندوکش – کابل: خلیلزاد دوحه کې د سولې په جنجالي خبرو کې نه بلکې د واشنګټن له پسرلنۍ هوا خوند اخلي.

د افغان سولې لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي خلیل زاد په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي، پر هغو راپورونو باور مه کوئ چې ګواکې زه دوحه کې یم، زه واشنګټن کې له پسرلنۍ هوا خوند اخلم.

خلیل زاد ته د افغان سولې جنجالي ماموریت سپارل شوی دی.

خلیلزاد په واشنګتن کې د ترکیې د جمهوري ریاست ویاند ابراهیم کالین  سره هم لیدلي دي.

خلیلزاد د افغان سولې په برخه کې د ترکیې د ملاتړ هرکلی کړی دی.

سپوږمۍ پوپلزۍ

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About ahmadwali