شنبه , مارچ 23 2019
Home / Hot News / خلکو د وژل شوي ماشومې ( مهسا ) د قاتلینو د اعدام غوښتنه کړې

خلکو د وژل شوي ماشومې ( مهسا ) د قاتلینو د اعدام غوښتنه کړې

هندوکش – کابل: تر هغه وروسته چې انسان تښتوونکې مهسا چې پنځه ورځې وړاندې د کابل په ۱۵مه  ناحیه کې له تښتول کېدو وروسته وژل شوې وه جسد وموندل شو خلکو د قاتلینو د اعدامیدو غوښتنه کړې دې.

د امنیتي چاروکو په وینا، نوموړې د کب میاشتې پر ۲۰مه نېټه د کابل ښار په خېر خانه مېنه کې  له خپل کور سره اختطاف شوې چې یوه ورځ وروسته یې جسد په یاده سیمه کې تر یو پله لاندې وموندل شو.

په دې پېښه د هېواد دننه او بهر عام ولس د پېښې قاتلینو ته د اعدام سزا غواړي. خو ترڅنګ یې افغان ولسمشر محمد اشرف غني  هم د تښتوونکو له خوا د ماشومې مهسا په وژل کيدو ،خپل ژور خفګان ښودلی او عدلي قضايي ارګانونو ته يې امر کړی چې ،عاميلينو ته يې د قانون په چوکاټ کې سخته سزا ورکړي.

د شوې پېښې په تړاو د وژل شوې کورنۍ غړي  وايي، چې لور یې پنځه ورځې مخکې د خیرخانې په ۳۱۵ سیمه کې تښتول شوې وه او تښتونکو بیا په بې رحمۍ په شهادت رسولې ده.

همداراز د مهسا کورنۍ د دې ماشومې د وژل کېدو وروسته  وايي، تښتوونکو د ماشومې خوشې کولو په بدل کې درې سوه زره امریکایې ډالر غوښتل او دوی نشو کولی چې دا پېسې برابرې کړي نو تښتونکو د پیسو نشتون له امله ماشومه په لاس زندۍ کړې او مړه شوې ده.

د مهسا کورنۍ هم وایې چې د دوی د کورنۍ د دې غړې د وژل کېدو قاتلین دې په دار وځړول شي تر څو په راتلونې کې له نورو پېښو سره هم افغاني ټولنه مخ نه شي.

همدا راز د کورنیو چارو وزارت د دې پېښې د تایید ترڅنګ ویلي چې انسان تښتوونکو د لاس په وسیله یاده ماشومه خپکۍ کړې ده او تر مرګه یې ورسوله همدارزا وایې  د پېښې په تړاو نیول شوو کسانو  د ماشومې شهادت منلي او اعتراف یې  پرې کړی دی چې دوی خپله وژلې ده.

اوس د دې پېښې په تړاو ټول ولس د قاتلانو اعدام غواړي خو افغان حکومت یې د اعدام په تړاو  لا څه نه دي ویلي خو د سختې سزا خبر یې ورکړی دی.

سپوږمۍ پوپلزۍ

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About ahmadwali