پنجشنبه , اپریل 25 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / حکومت او سیاسي بهیرونو د سولې خبرو پر جوړیدونکي پلاوي هوکړه وکړه

حکومت او سیاسي بهیرونو د سولې خبرو پر جوړیدونکي پلاوي هوکړه وکړه

د پخلاینې عالی شورا غړي محمد اسمعیل خان آریانا نیوز ته څرګنده کړې، چې د دغه پلاوي په جوړښت کې به له اویا ډېر کسان د حکومت او همدومره نور د سیاسي بهیرونو لخوا غوره شي.

د افغانستان د سولې لپاره د افغانانو دوه یمې خپلمنځي ناستې ته له ډېرو ناندرو او مخالفتونو وروسته حکومت او سیاسي بهیرونو پر نږدې ۱۵۰ کسیز پلاوي هوکړه وکړه.

نوموړي زیاته کړې، چې د سولې په ناسته کې د ګډون کوونکیو کسانو نوملړ به په راتلونکیو دوه ورځو کې اعلام شي.

ویل کیږي، چې په دې کسانو کې به د افغانستان ځينې وزيران، واليان، د سياسي ګوندونو مشران، د مدني ټولنو او ښځو استازي برخه ولري.

مخکې لدې د قطر (بين الافغاني) ناستې ته د غړیو د ټاکلو پر سر اختلافات او ناندرې راپورته شوې؛ خو بیا د پخلاينې عالی شورا وياند عمر داوودزي څرګنده کړه، چې د قطر د غونډې له پاره د خلکو پر ټاکلو کار روان دی.

طالبانو ويلي وه؛ د قطر په راتلونکې ناسته کې به د طالبانو شاوخوا ۲۵ کسيز پلاوی ګډون وکړي، چې په کې به د دوی د مرکچي پلاوي غړي هم وي.

دغه راز دا هم ويل شوي وه، چې د قطر په (بين الافغاني) ناسته کې به هيڅوک د حکومت پر استازيتوب ګډون نکوي او هر څوک به د سولې او د افغانستان د قضيې د حل په اړه خپل نظر وړاندې کوي.

د یادونې ده، چې د قطر (بين الافغاني) غونډه به د جمعې پر ورځ( دوري ۳۰ / د اپریل ۱۹) د دغه هېواد په پلازمېنه دوحه کې جوړه شي، چې درې ورځې به روانه وي.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About Ariana News