شنبه , مارچ 23 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / حنیف اتمر د بلخ د نوي امنیه قوماندان ګومارنه ناسمه او سیاسي بولي

حنیف اتمر د بلخ د نوي امنیه قوماندان ګومارنه ناسمه او سیاسي بولي

د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو نوماند محمد حنیف اتمر د حکومت له لوري د بلخ لپاره د نوي امنیه قوماندان ګومارنه نا سمه او سیاسي بللې او ویلي یې دي د حکومت دغه اقدام قومې، نه سیاسي او ټاکنیز دی.

نوموړي زیاته کړې:

دا یوه قانوني نه، بلکې یوه غیر قانوني انتخاباتي موضوع ده.

ښاغلي اتمر دا راز زیاته کړه: د بلخ لپاره نوی امنیه قوماندان په زوره دې موقف ته معرفي شوی، د نوموړي په باور چې د حکومت دا کار به منفي پایله ولري.

اتمر وویل: موږ یو تفاهم او هوکړه لیک درلودل، خو هوکړه لیک تر پښو لاندې شوی او دا پرېکړه زموږ او موږ د ملګرو د لېرې کولو لپاره شوې چې ولس به هېڅ کله هم دا کار ونه کړي.

حنیف اتمر نن له غرمې وروسته د بلخ کې د وروستیو پېښو د غبرګون په اړه په جوړه شوې ناسته کې یادې څرګندونې وکړې او تر څنګ لا پسې زیاته کړه: ولسمشر غني په دې کار سره هڅه کوي خپل سیاسي رقیبان له میدان وباسي.

اتمر دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې نن بلخ ته د نوي معرفي شوي امنیه قوماندان په غبرګون کې د بلخ پخواني امنیه قوماندان اکرم سامع پلویانو له پولیسو سره نښته کړې د نښتې پر مهال ١٣ تنو ته مرګ ژوبله  اوښتې.

د بلخ پخواني والي عطامحمد نور هم د نوي امنیه قوماندان د معرفي کېدو سره مخالفت ښودلی.

 جنرال خوشال سادات چې د بلخ لپاره د نوي معرفي شوي امنیه قوماندان عبدالرقیب مبارز ملتیا  یې کوله، د پولیسو له ځانګړي ځواک، پولیسو او د ملي اردو له منسوبینو مننه وکړه چې د دولت د قوت څرګندونه یې وکړه.

په خوا کې یې له ولس هم مننه وکړه چې د خپلو ځواکونو پراخ ملاتړ یې وکړ.

له بل اړخه ولس هم امنیتي ځواکونه وستایل او مننه یې ترې وکړه چې قانون یې پلی کړ او د غیر مسؤله وسلوالو پر وړاندې یې سخت ګام پورته کړ.

ولس هم د نوي امنیه قوماندان له معرفي کېدو خوښ برېښي.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About امنه خان عزيزي