سه شنبه , مارچ 26 2019
Home / افغانستان / حمد الله محب: افغانان به د امریکا سره اوږه په اوږه ولاړ وي.

حمد الله محب: افغانان به د امریکا سره اوږه په اوږه ولاړ وي.

د افغانستان د ملي امنیت مشاور حمدالله محب، که څه هم واشنگټن ته په خپل سفر کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانگړي استازي په اهدافو سختې نیوکې کړي دي خو د سفر په پای کې یې د افغانستان څخه د امریکا د متحده ایالاتو “له سخاوته ډک ملاتړ” ارزښتناک وباله.

ښاغلي محب په یو لړ پیغامونو کې چې په خپله ټویټر پاڼه یې خپاره کړي ویلي دي “افغانان به د ترهگرۍ سره په مبارزه کې د امریکا سره اوږه په اوږه ولاړ وي.”

ښاغلي محب پرون د (مارچ په ١۴) په بیساري جدي لحن په زلمي خلیلزاد انتقاد وکړ او وویل چې ښاغلی خلیلزاد د افغانستان له حکومت نه د مشروعیت په اخیستلو سره پدې هیواد کې د واک د نیولو په هڅه کې دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ښاغلي محب دغو خبرو ته سخت غبرگون وښود او وویل چې “پر خلیلزاد حمله، د امریکا پر بهرنیو چارو وزارت باندې حمله ده” او دا ډول څرگندونې کولای شي د دواړو هیوادو په اړیکو اثر وکړي.

✔@hmohib

1/5 Just concluded an eventful trip to Washington, DC. I met with many friends of Afghanistan, including in the government, Congress, think tanks, and the media. I voiced our people’s legitimate concerns and made Afghanistan’s principled position clear.#AfghanUSRelations

ښاغلي محب همداشان د خپلو څرگندونو په هکله د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته غوښتل شوی و.

ښاغلي محب په خپل یو تازه پیغام په ټویټر د افغانستان سره د امریکا له همکارۍ درناوی کړی دی او لیکلي یې دي “د امریکا د متحده ایالاتو سره زمونږ اړیکې د افغانستان د دولت او خلکو لپاره ارزښتناکې دي او په ځانگړې بڼه زمونږ د وسله والو ځواکونو سره د امریکا د سخاوت ډک ملاتړ منندوی یو”.

خو ښاغلي محب زیاته کړه چې په واشنگټن کې یې د سفر په ترڅ کې “د افغانانو مشروع اندیښنې او د افغانستان اصولي دریځ” د امریکایي مقاماتو سره په کتنو کې څرگند کړی دی.

هغه لیکلي دي چې “رښتینې سوله زمونږ د خلکو فطري هیله ده. مونږ د ٣٥ میلیون افغانانو په وړاندې چې صادقانه او دوامداره سولې ته په تمه دي او همداشان د خپلو شریکانو په وړاندې چې پدې هیواد کې یې پانگونې کړي مسولیت لرو.”

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About tribalnews