سه شنبه , مارچ 26 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / جوزف ووټل: د داعش د سیمو فزیکي کمښت یوه پوځي بریا ده

جوزف ووټل: د داعش د سیمو فزیکي کمښت یوه پوځي بریا ده

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزف ووټل پرون کانګرس ته په وینا کې وویل د داعش د سیمو فزیکي کمښت یوه پوځي بریا ده.

 جنرال ووټل وویل لا ډېر وخت شته چې د داعش ډلې پر ضد جګړه پای ومومي، خو د داعش ډلې اورپکو پر ضد یې د د قیقو بریدونو غوښتنه وکړه او په سیمه کې یې د داعش ډلې پر ضد پر عملیاتو ټینګار وکړ.

جنرال ووټل دا خبرې داسې مهال کوي چې سوریه کې لا هم د امریکا د ملاتړو ځواکونو جګړه د داعش ډلې پر ضد روانه ده.

د سوریې په ختیځ دیرالزور ولایت کې باغوز سیمه د داعش ډلې تر ولکې لاندې ده، اوس هم د امریکا د ملاتړو او د سوریې د دیموکراتیکو ځواکونو د داعش پر ضد جګړه دوام لري، چې سختو بریدونو ډېر ځایونه ویجاړ کړي دي او خلک له هم له دې سیمې څخه د وتلو په هڅو کې دي، د راپورونو پر اساس له تېرو درې ورځو راهیسې له یادې سیمې د مېرمنو او ماشومانو په ګډون شاوخوا اووه زره کسان وتلي دي.

د سوریي دیموکراتیک ځواکونه له سیمې د خلکو د ویستلو په هڅه کې دي.

داسې ویل کیږي چې د سیمې د هغه کسانو په منځ کې چې غواړي له سیمې ووځي د داعش ډلې غړي هم شامل دي.

 د دېسمبر میاشتې  را په دې خوا د سوریې له ختیځ نه په اته پنځوس زره وتونکوو کسانو کې په سلو کې لس سلنه یې د داعش غړي وو.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About امنه خان عزيزي