جمعه , اپریل 26 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / تازه سیلابونو د هېواد په ګڼو سیمو کې ۵۰۰ کورونه نړولي

تازه سیلابونو د هېواد په ګڼو سیمو کې ۵۰۰ کورونه نړولي

لومړنۍ څرګندونې ښيي، چې په تازه سیلابونو کې د هېواد په بېلا بېلو برخو کې پېنځه سوه کورونه نړيدلي دي.

تر چارشنبې ورځې پورې د نورو سیلابونو د راوتلو وړاندوینه هم شوې ده.  

له څو ورځو راهیسې په پلازمېنه کابل او نورو ولایتونو کې پرلپسې اورښتونو سخت سیلابونه روان کړي دي.

د سیلابونو اوبه د کابل سیند له مورګو اوښتي او د سړکونو دواړو غاړیو ته پراته لسګونه کورونه یې نړولي دي.

اړوندې ادارې او ښاروالۍ هم د سیلابونو د زیانونو په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.

د کابل د قلعه ناظر اوسیدونکې ندیمه او فاطمه نومي دوې خویندې دي، چې سیلاب ترې راتاو شوی؛ د کور د ځينو توکو د خوندي لیږدولو لپاره له حکومت او مرستندویانو د مرستې غوښتنه کوي.

ولسمشرغني، چې د کابل له سیلاب ځپلو څخه یې لیدنه کړې؛ منې، چې د سیلابونو له کبله د اوښتو زیانونو مخنیوی ندی شوی.

هغه د کابل له سیلاب ځپلو سره د لیدنې پر مهال ژمنه او سپارښتنه وکړه، چې د کابل سیند غاړې به پخې شي.

دغه راز د هرات، پروان، فاریاب، بادغیس او جوزجان په ولایتونو کې هم سیلابونه راغلي، چې یوازې په هرات کې پېنځه کسان مړه شوي او د یوه مسافر وړونکي موتر اتلس تنه سپرلۍ هم ورکې دي.

خبریال: سمع جهش

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About Ariana News