پنجشنبه , اپریل 25 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / بنګله دېشي توپ اچوونکي تسکين ولې وژړل؟

بنګله دېشي توپ اچوونکي تسکين ولې وژړل؟

تېره ورځ د ( ۲۰۱۹) کال پنځوس اوریزه نړیوال جام لپاره د بنګله دېش کرکټ بورډ هم خپله پنځلس کسیزه لوبډله اعلان کړه چې په دې لوبډله کې د بنګله دېش ملي لوبډلې چټک توپ اچونکي تسکین احمد ته ځای نه دی ورکړل شوی خو تسکین په دې پرېکړه ناخوښ دی.

کله چې د بنګله دېش کرکټ بورډ غوراوي کمېټې پنځلس کسیزه لوبډله اعلانوله تسکین احمد په دې انتظار و چې په دې سترو سیالیو کې د هېواد نماینده ګي وکړي خو د غوراوي کمېټې د بنګالي تسکین احمد ارمانونه خاورو سره خاورې کړ او په ټاکلې پنځلس کسیزه لوبډله کې ځای ورنکړ.

تسکین احمد هم له غوراوي کمېټې ناخوښ و نوموړي په بنګله دېش کرکټ بورډ کې ډیری ژورنالیستانو ته اوښکې توی کړي ده ویلي په نړیوال جام کې لوبېدل مې ستر ارمان و خو بورډ مې راباندې اعتماد ونکړ او په کور یې پرېښودم .

تسکین احمد د بنګله دېش یو چټک توپ اچونکی دی دا چې راتلونکی نړیوال جام د یو ورځنیو یا پنځوس اوره دی نو تسکین د بنګله دېش لپاره ښه تمامېدی شو خو کرکټ بورډ یې پرې باور ونکړ تسکین په( ۳۲) یو ورځنیو سیالیو کې تر دې دمه (۴۵) ویکټې د بنګله دېش لپاره اخیستې دي.

د (۲۰۱۹) کال یو ورځنیو سیالو نړیوال جام به د لس غوره لوبډلو ترمنځ د افغانستان په ګډون د(مۍ) میاشت پر دېرشمه نېټه پیل شي دې نړیوال جام لپاره تر اوسه اسټرالیا هند، انګلستان، نیوزیلینډ او بنګله دېش لوبډلو خپلې پنځلس کسیز لوبغاړي اعلان کړي.

د بنګله دېش په پنځلس کسیزه لوبډله کې شامل لوبغاړي: لوبډلمشر مشرفي مرتضا، تمیم اقبال، لېټن ډاس،سمیه سرکار، مشفیق الرحیم،محمد الله، شکیب الحسن، محمد مېتن ،شبیر رحمان،مصدق الحسین، محمد سیف الدین، مهدي حسن، روبېل حسین، مستفیض الرحمان او ابو جاوید دي.

افغان (۲۳) کسیزه ملي لوبډله هم د تمریناتي کمپ په موخه جنوبي افریقا ته تللې هلته به د نړیوال جام لپاره په بشپړه توګه تمرینات ترسره کړي او بیا به د نړیوال جام لپاره غواروي کمېټه پنځلس کسیزه لوبډله اعلان کړي.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About خان وزير عابد