پنجشنبه , اپریل 25 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / بریالۍ رهبري ـ درېیمه برخه/ ژباړه: شمس الحق حیران

بریالۍ رهبري ـ درېیمه برخه/ ژباړه: شمس الحق حیران

د بریالۍ رهبرۍ د لړۍ په درېیمه او وروستۍ برخه کې په دې درسره غږېږو چې د رهبري او واک اړیکې څه دي؟، د رهبرانو د واک سرچینې کومې دي؟، د مقامي او شخصي واک توپيرونه څه دي؟ او په پای کې دا چې څه ډول کولای شو له ځانه یو اغیزمن رهبر جوړ کړو؟

د واک او رهبرۍ اړیکه

لکه څرنګه چې د رهبرۍ په تعریف کې ولیدل شول، په رهبرۍ کې تر ټولو مهم ټکی پر وګړو اغیزه او هغوی ته د لوري ټاکل دي. او د رهبر په رول کې مدیر هغه څوک دی چې پر خپلو ترلاس لاندې کسانو اغېزه ولرلای شي. په بل عبارت، ترلاس لاندې کسان د نوموړي اغېز او نفوذ ومني.

د نفوذ او واک مسله هم د واک او نفوذ په سرچینو پورې تړاو لري. اصولا واک پر نورو اغېز ته وايي او نفوذ هغو کړنو ته وايي چې په مستقیم یا نامستقیم ډول د نورو په چلند یا اندونو کې د بدلون لامل شي. رهبري له دواړو ښکارندو (واک او نفوذ) سره اړیکه لري. ځکه چې پر نورو د نفوذ په پایله کې رهبري تحقق مومي او نفوذ هم له واکه سرچینه اخلي. په دې اساس، اړتیا ده چې د واک سرچینې وپېژنو.

د رهبر د واک سرچینې

د رهبرۍ لیکوالان او څېړونکي په دې هکله د نظر اختلاف لري چې د نورو کسانو تر منځ د نفوذ لپاره د واک سرچینې کومې دي؟ خو په ټوله کې د واک سرچینې په دوو ډلو وېشلای شو:

هغه سرچینې چې د یو مقام واک جوړوي او هغه سرچینې چې شخصي واک منځ ته راوړي.

  • د (مقامي واک) سرچینې هغه وسایل دي چې مدیر یې په مرستې سره په خاص موقعیت کې کسان پر کار ګوماري او هغوی ته د ادارې د موخو ترلاسه کولو په لاره کې خوځښت ورکوي.
  • د (شخصي واک) سرچینې هغه مسایل دی چې رهبر یې په وسیله د ځواکونو تر منځ داسې اغېز ښندي چې هغوی په خپلې لېوالتیا سره کارونه ترسره کوي. له (آمینای اتزیوني) څخه رانقل شوې ده چې وايي: “هغه کس چې د خپل اداري مقام په سیوري کې نور وګړي د کارونو ترسره کولو ته وهڅوي او هغوی دې ته چمتو شي چې په خپلې بشپړې لېوالتیا سره کړنې ترسره کړي، ویلای شو چې دا کس مقامي واک لري.” په داسې حال کې چې د هغه کس واک ته شخصي واک ویل کېږي چې خپل واک له خپلو ترلاس لاندې کسانو ترلاسه کوي. ځينې کسان دواړه (مقامي او شخصي) واکونه درلودلای شي.

دلته پوښتنه رامنځ ته کېږي چې رهبران خپل واک او باور له کوم ځایه ترلاسه کوي؟

لیکوالانو د دې پوښتنې په ځواب کې د واک سرچینې وړې او په بله بڼه مطرح کړې دي. چې دا مطلب په لاندې ډول بیانوو:

  • د مرجع والي واک: هغه ډول واک دی چې پر بنسټ یې پیروان غواړي خپل ارزښتونه، معیارونه او چلند د رهبر له غوښتنې سره سم بدل کړي.
  • قانوني واک: دا د واک تر ټولو سخت بنسټ دی، د قانون له مخې تر لاس لاندې کسانو ته اجازه ورکول کېږي چې رهبر یې پر چلند نفوذ ولري او چلند کې یې بدلون رامنځ ته کړي. دا ځکه چې دا حق د قانون په رڼا کې رهبر پورې تړلی ګڼل کېږي. دلته د رهبر مقام دی چې یو حکم صادروي نه په خپل رهبر. په بل عبارت: دا قانون څخه رامنځ ته شوی ځواک دی چې مدیر ته یې د رهبر رول او دا وړتیا وربښلې چې پر خپلو ترلاس لاندې کسانو اغېز ولري او د چلند لوری یې وټاکي.

 

  • د مهارت واک: دا ډول واک د رهبر له پوهې او تخصص څخه سرچینه اخلي، دا د نوموړي پوهه ده چې پر نورو د نوموړي اغېز یقیني کوي. لکه د ډاکتر له حکم څخه د ناروغ پیروي.
  • د بدلې واک: د اداري موخو د تحقق لپاره کارکوونکو ته د مادي او معنوي نېکې بدلې ورکول او د هغوی د چلند لوری ټاکل.
  • د تنبیې ځواک: د دغه واک له مخې پیروان په دې باور دي چې رهبر یې پر وړاندې د تنبیه کولو ځواک لري، څو اداري موخو ته د رسېدو لپاره د هغوی د چلند لوری وټاکي.

رهبر هغه مهال ترلاس لاندې کسانو تر منځ نفوذ کولای او چلند یې د خپلې غوښتنې سره سم بدلولای شي چې د هغوی د اړتیاوو د رفع کولو ځواک ولري.  په یوه اداره یا ټولنیزه ډله کې د رهبر واک له بېلابېلو منابعو څخه سرچینه اخلي، دا هره منبع د رهبرۍ پر ډول او بڼه اغېزه ښندلای شي.

پوښتنه: د رهبرانو د واک کومه سرچینه ډېره اغیزمنه بولی؟ او ولې؟

په هره اندازه چې رهبر په پورتنیو واکونو سمبال وي، په هماغه کچه پر خپلو ترلاس لاندې کسانو ډېره اغېزه ښندلای او د رهبرۍ په دنده کې بریالی کېدلای شي.

که یو کس له مقامي واک څخه یوازې د کارکوونکو هڅونې لپاره کار واخلي، بریالی مدیر یې بللای شو، خو که د ځواکونو زړونو ته لاره ومومي پر اغیزناک رهبر بدلېدلای شي. د ادارو په مدیریت کې، د بریا او کارايۍ تر منځ توپیر دا خبره راپه ګوته کوي چې ولې ډېر شمېر مدیران یوازې هغه مهال د پام وړ پایلې ترلاسه کولای شي چې د کارکوونکو پر کار مستقیمه څارنه ولري؟ خو همدا چې ترلاس لاندې کسان یوازې پرېږدي نو تولید کچه یا حاصل یې کمېږي، د وخت بې ځایه تېرېدنه او زیان زیاتوالی مومي.

په لنډ ډول، یو مدیر د خپلو ترلاس لاندې کسانو پر چلند د لنډمهالې اغیزې په درلودلو سره کېدای شي بریالی خو بې اغیزې وي. باالمقابل، که مدیر هم بریالی او هم اغیزمن وي؛ د نوموړي اغیز او نفوذ د دوامدار تولید او اداري ودې لامل ګرځېدلای شي.

د دې لپاره چې بریالی مدیر، اغیرمن هم واوسي، نو باید هڅه وکړي چې پر مقامي واک سربېره شخصي واک هم ولري او د وګړو زړونو ته لاره ومومي تر څو هغوی په بشپړې لېوالتیا سره د اداري موخو ترلاسه کولو په لاره کې سوق او فعال کړي.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About afghansabawoon