شنبه , مارچ 23 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / برازیل کې یو برید ګڼه مرګ ژوبله اړولې ده

برازیل کې یو برید ګڼه مرګ ژوبله اړولې ده

برازیل کې وسله والو پر یوه ښوونځي برید کړی او ۲۱ کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. د راپورونو له مخې وسله والو مخونه پټ کړي وو او د زده کوونکو تر وژل کېدو وروسته یې ځانونه هم وژلي دي. په پېښه کې ۹ زده کوونکي او د ښوونځي دوه کارکوونکي وژل شوي دي. تر څنګ یې لس کسه نور په دې پېښه کې ټپیان دي. د برازیل حکومت ویلي، د برید کوونکو اصلي موخه نه ده روښانه شوې خو په اړه یې تحقیقات کوي. دا پېښه داسې مهال کېږي چې د برازیل اوسني ولسمشر په دغه هېواد کې وګړو د وسلې ورکولو په برخه کې اسانتیاوې رامنځ ته کړې دي. له دې سره سم په دغه هېواد کې د وسله والو بریدونو خبرونه هم ډېر شوي دي.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About tribalnews