جمعه , اپریل 26 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / بحرین د سپاه پاسداران ډلې غړي محاکمه کړې دي

بحرین د سپاه پاسداران ډلې غړي محاکمه کړې دي

په بحرین کې یوې محکمې ویلي چې دغه کسانو د سپاه پاسداران له ترهګرې ډلې سره اړیکې لرلې او هڅه یې کوله ددغه ډلې په مرسته په بحرین کې ترهګره ډله جوړه کړي. محکمې همدا راز پرېکړه کړې چې له دغه کسانو به د بحرین تابعیت اخیستل کېږي او خپل مجازات به ویني. د بحرین محکمې همدا راز ویلي چې دغه کسانو د لبنان له حزب الله سره هم اړیکې لرلې، چې په لبنان، ایران او عراق کې روزنه ورکړل شوې وه. په دغه محکمه کې ۶۹ کسان په غیابي توګه په دایمي حبس هم محکوم شوي دي. امریکا په دې وروستیو کې د ایران سپاه پاسداران ترهګره ډله وبلله او پر هغه یې بندیزونه وضع کړل. د ایران پارلمان هم په تازه اقدام کې ویلي، چې د اسیا په لودیځ کې مېشتو امریکايي سرتېرو ته د ترهګرو په سترګه ګوري.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About tribalnews