سه شنبه , مارچ 26 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / بادغیس کې ۵۰ سرحدي پولیس طالبانو ته تسلیم شوي

بادغیس کې ۵۰ سرحدي پولیس طالبانو ته تسلیم شوي

د بادغیس ولایت سیمه اییز چارواکي وایي د دې ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې له یوې اوونۍ راهیسې د طالبانو او افغان امنیتي سرتېرو ترمنځ جګړه روانه ده او اوس هم یاده ولسوالۍ د طالبانو تر محاصرې لاندې ده.

د معلوماتو له مخې په جګړه کې لږ تر لږه ۱۶ پوستې طالبانو نیولي، ۵۰ سرحدي پولیس طالبانو ته تسلیم شوي او ۱۰۰ تنه نور بیا د ترکمنستان ته تښتېدلي دي
بادغیس والي عبدالغفور ملکزی وايي، دغه ۵۰ تنه پولیس له طالبانو سره د یوه جوړجاړي له مخي تسلیم شوي دي.

د سیمه اییزو چارواکو پر وینا په جګړه کې له یوې اوونۍ راهیسې تر دې دمه ٢٠ افغان امنیتي سرتیري او ٢٠ طالبان وژل شوي دي، په سګونه سرتیري لا هم د طالبانو تر محاصرې لاندې دي او لا تر اوسه ترې خبر نه لري.

 بلخوا د بالامرغاب اوسیدونکي بیا ادعاکوي چې دغه کسان د طالبانو د فشار له امله اړ شوي چې هغوی ته تسلیم شي. دوی داهم  ومنله  چې  ترشپیته ډیر سرحدي پولیس ترکمنستان هیواد ته اوښتي دي.

د چارواکو پر وینا په دې ولایت کې لاهم د وسله والو طالبانو او افغان سرتېرو ترمنځ پراخه جګړه روانه ده او د بالامرغاب ولسوالۍ ته ټولې غځېدلې لارې د طالبانو له خوا تړل شوي دي او طالبان د ولسوالۍ مرکز ته نزدې حضور لري.

د یادولو ده طالب ویاند قاري یوسف احمدي بیا رسنیو ته د یوشمیر انځورونو په لیږلو سره ادعا کړې چې موریچاق کې ورته ۴۲ سرحدي سرتېري تسلیم شوي دي.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About خان وزير عابد