پنجشنبه , اپریل 25 2019
Home / Most Viewed / بادغیس کې پنځه طالبان وژل شوي

بادغیس کې پنځه طالبان وژل شوي

هندوکش ـ بادغیس: په بادغیس کې د درېیمې لوا مطبوعاتي مسوول محمد یاسین حیدري وایي، نښته تېره شپه په بالامرغاب ولسوالۍ کې شوې.
حیدري وايې جګړې د شپې تر ناوخته دوام درلود چې درې طالبان وژل شوي او څلور نورټپيان دي .
هغه وايې د طالبانو په ډزو کې یو سرحدي سرتیری وژل شوی او دوه نور ټپيان شوي دي .
د بادغیس د سنګ آتش په سیمه کې هم د طالبانواو ملي پوځ ترمنځ نښته شوي .
بادغیس کې د ملي پوځ د درېیمې لوا مطبوعاتي مسؤول وايې هلته هم دوه طالبان وژل شوي او درې نورټپیان شوي .
هغه وايې سنګ آتش کې هم د دوی یوتن سرتیری وژل شوی.
امیر حسین سلجوقی

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About ahmadwali