سه شنبه , مارچ 26 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / بادغیس کې د ۲۷ وسلوالو مرګ ژوبلې ادعا شوې

بادغیس کې د ۲۷ وسلوالو مرګ ژوبلې ادعا شوې

بادغیس

 

په دې ولایت کې امنیتي چارواکي وایي چې د بادغیس په بیلابیلو ولسوالیو کې يې د نښتو پرمهال زیات شمېر وسلوال وژلي دوی شوي وسلې او مهمات ددوی لاسونو ته ورغلي دي.

په بادغیس ولایت کې د ملي اردو ځواکونو لوا ددې خبر په خپرولو سره وايي چې چې د غه امنیتي پيښي ددې ولایت په مقر، قعله نو، لامان سیمو کې رامنځ ته شوي چې پرمهال يې وسلوالو ته تلفات اوښتي دي.

د ملي اردو د دریمې لوا د ټولنیزو چارو مرستیال تورن محمد یاسن وايي چې تیره شپه د وسلوالو او ددوی د پوځیانو په نښتو کې د وسلوالو طالبانو ۱۶ کسه وژل شوي او ۱۱نور ژوبل شوي دي.

ښاغلی یاسین وايي نښتې د شپې له لوري رامنځ ته شوې چې مقر کې شپږ او او په پشته لامان کې لس وسلوال وژل شوي او دې دواړو پیښو ۱۱ وسلوال ژوبل کړي هم دي.

د نوموړي په خبره چې په دې نښتو کې د ملي اردو درې سرتیر وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.

تراوسه وسلوالو طالبانو د خپلو ملګرو د وژل کیدو په هکله څه نه دي ویلي.

بادغیس ولایت د افغانستان له وروسته پاتي خو نا امنه ولایتونو څخه دی چې تل ورڅخه د جګړو بمي چاودنو او بریدونو راپورنه ورکول کیږي، دې ولایت کې بالامرغاب هغه ولسوالۍ ده چې امنیت يې خراب او دولت يې مصروف ساتلی.

د روانې میاشتي پر ۴ نېټه د کومانډو ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې درې کسه طالبان ونیول او لس نور يې ووژل.

ددې ولایت ولایتي چارواکو ویلي وو، چې په نیول شویو کسانو کې دطالبانو یو قوماندان ۱۵میله سپکې او درنې وسلې هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلې وې.

 

 

 

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About عبدالقيوم عاجز