سه شنبه , مارچ 26 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / ایرلینډ او افغانستان سبا ورستۍ ۵۰اوریزه لوبه ترسره کوي

ایرلینډ او افغانستان سبا ورستۍ ۵۰اوریزه لوبه ترسره کوي

افغانستان او ایرلینډ

 

ټاکل شوې سبا ورځ بیا ایرلینډ او افغانستان یو د بل په وړاندې د لوبې میدان کوزي شي دا به ددوی د پنځوس اوریزه سیالیو د لړۍ وروستۍ یا پایلوبه وي.

سبا بیا هم افغانستان د ایرلینډ کوربتوب په دهرادون ښارکې کوي افغانستان او  ایرلینډ د کرکیټ په درې پارمټونو کې یو د بل په  وړاندې  لوبې لرلې چې شل اوریزه ترسره شوې، د پنځوس اوریزه سیالیو سبا وروستې لوبه ده او ټیسټ لوبه به د مارچ پر ۱۵ نېټه ددې لوبډلو ترمنځ پیل شي.

تیره لوبه افغانستان په زیات توپیر له ایرلینډ څخه وګټله په ٤٩.١ اورونو کې افغانستان د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ٢٢٣ منډې وکړې، چې پکې د محمد نبي، اصغر افغان او راشد خان خوندورې پنځوسيزې هم شاملې وې، افغانستان ايرلېنډ ته د ٢٢٤ منډو هدف وټاکه.

د کيوين اوبراين ٢٦، سيمي سينګ ٢٠ او پورټرفيلډ ٢١ منډو نه پورته د ايرلېنډ هېڅ لوبغاړي ښه لوبه ونه شوه کړاى او ټول د افغان توپ اچوونکو مخې ته ټينګ نه شول او پرله پسې وسوځېدل.

د ايرلېنډ ټول لوبغاړي په ٣٥.٣ اورونو کې وسوځېدل او ايرلېنډ ټولې ١١٤ منډې وکړې، چې افغانستان ته يې ستره بريا ور په برخه کړه.

د افغانستان له خوا آفتاب عالم ٤، مجيب الرحمان او راشد خان دوه دوه او محمد نبي او ګلبدين نايب يوه يوه ويکټ ترلاسه کړه او د افغانستان په بريا کې يې ستر رول ولوباوه.

افغانستان په ١٠٩ منډو په څلورمه يو ورځنۍ لوبه کې بريا ترلاسه کړه او د پنځوو لوبو په سيريز کې د دوه لوبو په بريا سره له ايرلېنډ مخکې شو، يوه لوبه ايرلېنډ هم ګټلې او همدا راز دوهمه يو ورځنۍ لوبه د باران له امله بې نتيجې پاى ته رسېدلې وه.

د لوبې غوره لوبغاړى راشد خان غوره شو او راتلوونکي لوبه هم تمه شته چې افغانستان وړونکی شي ترڅوددې لوبو لړۍ هم په خپل نوم کړي.

او کچیري دا لوبه ایرلینډ وګټي نو دواړه لوبډله به مساوي وي.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About عبدالقيوم عاجز