چهارشنبه , مارچ 20 2019
Home / افغانستان / ایران د افغانستان دولت ته ۶۰۰ بندیان خوشې کړل

ایران د افغانستان دولت ته ۶۰۰ بندیان خوشې کړل

د هېواد عدليې وزارت ویلي چې ایران څه باندې ۶۰۰ افغان زندانیان چې په ایران کې بندیان وو افغان حکومت ته سپارلي دي. په پام کې ده چې افغانستان هم ایرانی بندیان دغه هېواد ته وسپاري. د بندیانو د تبادلې بهیر له ۱۳۹۳ کال راهیسي پیل شوی دی. د یاد وزارت په خبره دا بندیان اوس په هرات کې دي. ویل کېږي په دغو بندیانو کې د ایران زاهدان، شمالي خراسان، سمنان، شیراز، مازندران، کرمان او یزر سیمو کې نیول شوي بندیان شامل دي. ایران او افغانستان په ۱۳۸۵ کال کې یوه هوکړه لاسلیک کړه چې پر بنسټ یې په دواړو هېوادونو کې د بل هېواد نیول شوي بندیان باید د بند پاتې موده په خپل هېواد کې پوره کړي.

About tribalnews