پنجشنبه , اپریل 25 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / اورښتونو دا ځل څلور کسه ننګرهار کې وژلي

اورښتونو دا ځل څلور کسه ننګرهار کې وژلي

ننګرهار سیلابونه

په دې وروستیو کې سختو اورښتونو د افغانستان زیات شمېر ولایتونه وځپل او د سر زیان سره سره يې ورته مالي زیانونه هم واړول د ځاني تلفاتو راپورو، له هرات، وردګ او پکتیا ولایتونو ورکول شوي وو، خو اوس تازه ننګرهار کې هم خلک په کښي وژل شوي دي.

د ننکرهار ولایتي ویاند عطاالله خوږ ياڼی وايي یاده پېښه د سختو اورښتونو له امله رامنځ ته شوې او تیره شپه ددې ولایت روداتو ولسوالۍ د منګل کلي یو کور چپه شوی چې له امله یې څلور کسه وژل شوي دي، او څو نور ژوبل شوي دي.

خوګیاڼی زیاتوي د افغانستان د نورو ولایتونو په څېر ننګرهار هم اورښتونو ځپلی او ددې ولایت په ډیری ولسوالیو کې سیلابونه راوتلي او خلک یې زیانمن کړي دي.

تیره ورځ هرات، وردګ او پکتیا کې هم سیلابونو ۹ کسه وژلي وو، پردې سربیره په د کابل په ګډون یو شمېر نورو ولایتونو کې هم سیلابونو خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.

ولسمشر اشرف غني په کابل او ولایتونو کې مسؤلینو ته سپارښتنه کړې ترڅو له خلکو سره باید لومړۍ مرستې وشي، د ارګ څخه په یوه خپاره شوي پیغام کې راغلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د سیلابونو د حالت او زیانمونو سره د مرستې په هکله د ولسمشر په مشرۍ ارګ کې غونډه جوړه شوې او له مسؤلینو څخه يې لومړۍ مالومات غوښتي دي.

پیښو ته د رسیدګي په برخه کې د دولت وزیر نجیب اقا فهیم له خلکو سره د حکومت د نغدي مرستې او نورو مرستو په هکله هر اړخیز راپور وړاندې کړ، او زیاته يې کړه چې ګواکي خلک مرستو ته اړتیا لري.

ولسمشر محمد اشرف غني په غونډه کې له مالوماتو اوریدو وروسته ټول مسؤلینو ته له خلکو سره د مرستې په اړیني لارښوونې وکړې او زیاته يې کړه چې د خلکو ستونزو ته باید رسیدګي وشي.

ولسمشر وویل چې د کابل اوبو لپاره عاجل مدیریت ته اړتیا ده ترڅو مخه يې ونیول شي ده همدا راز وویل چې د  د کابل سیند حریم  دي مشخص او له غاصبینو څخه واخیستل ترڅو ورباندې د شپږو میاشتو موده کې استنادي ديوالونه جوړ شي.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About عبدالقيوم عاجز