جمعه , اپریل 26 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / انسټاګرام د ايران سپاه د قومندانانو پاڼې بندې کړې

انسټاګرام د ايران سپاه د قومندانانو پاڼې بندې کړې

د انسټاګرام یوه ویاند د ایران اسلامي انقلاب د ‘سپاه پاسداران’ د ځینو قومندانانو د پاڼو بندول تایید کړي دي، چې پیل یې د ایران د قاسم سلیماني له پاڼې شوی دی.
د خواله رسنیو دغه شبکه وايي “موږ د امریکا د بندیزونو د قوانینو تر چتر لاندې عمل کوو. موږ د اړوند هېواد له چارواکو سره ګډ کار کوو چې ډاډه شو د یوې بهرنۍ ترهګرې ډلې په توګه د ‘سپاه’ ترهګر بلل کېدو قانون ته ژمن یو.”
په لومړي ګام کې انسټاګرام د ایران د پاسداران د لوی قومندان قاسم سلیماني پاڼه وتړله، بیا د قدس سپاهیانو د مشر، د اسلامي انقلاب د بهرنۍ څانګې د مشر او نورو مشرانو پاڼې هم وتړل شوې.
دا ګام څو ساعته وروسته تر هغه اخیستل شوی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په رسمي توګه ‘سپاه پاسداران’ د فدرالي ادارې په یوه رسمي ورځپاڼه کې د ‘بهرني نړیوال ترهګر سازمان’ په لیست کې راوستل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وړمه ورځ‌ (دوشنه، اپریل ۱۵مه، وری ۲۶مه) سپاه پاسداران په دې نوملړ کې شامل کړي وو.

یوه اونۍ مخکې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم په یوه خبرپاڼه کې د ایران ‘سپاه پاسداران’ یوه ‘ترهګره ډله’ بللې وه.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About admin