چهارشنبه , مارچ 20 2019
Home / Hot News / اندونیزیا سره په دوه اړخیزو اړیکو خبرې کیږي

اندونیزیا سره په دوه اړخیزو اړیکو خبرې کیږي

هندوکش – کابل: د بهرنیو چارو وزارت سرپرست تیره ورځ د افغان سولې په اړه د خبرو لپاره اندونیزیا ته لاړ.

صلاح الدین رباني به اندونیزیا کې د هغه هېواد له ولسمشر، د بهرنیو چارو له وزیر او نورو چارواکو سره هم وګوري.

د راپورونو له مخې، د دغه سفر موخه، د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو پیلولو لپاره د جاکارتا همکاري ده.

بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزه همکاري د بحث وړ موضوع ده، خو په لویه کچه بیا د افغانستان د سولې موضوع ده.

دغه وزارت ویلي، امریکا هم له اندونیزیا سره خبرې کړي چې د مخامخ خبرو کوربه شي.

ویل کېږي، د اندونیزیا خلکو پخوا تر دې وړاندیز کړی و چې د طالبانو او افغان حکومت د مخامخ خبرو کوربتوب کوي.

سپوږمۍ پوپلزۍ

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About ahmadwali