دوشنبه , مارچ 25 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / امنیتي ځواکونو د ملا عبدالسلام ضعیف کور محاصره کړی

امنیتي ځواکونو د ملا عبدالسلام ضعیف کور محاصره کړی

تاند- راپورونه وايي چې افغان امنیتي ځواکونو په کابل کې د طالبانو د پخواني سفیر ملا عبدالسلام ضعیف کور محاصره کړی دی.

د دفاع وزارت چارواکي دا ادعا ردوي خو ځینې امنیتي سرچینې وايي چې د ښاغلي ضعیف کور تېره شپه ناوخته د امنیتي ځواکونو له لوري محاصره شو.

تراوسه پورې د ملاعبدالسلام ضعیف د کور د محاصره کېدو دلیل نه دی څرګند.

ضعیف ته نژدې کسان وايي چې نوموړی پرون له کندهاره بېرته کابل ته راغی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ښاغلي ضعیف د کور د محاصره کېدو د علت په اړه له څه ویلو ډډه وکړه خو د دفاع وزارت چارواکي وايي چې د کابل د ګارنیزیون ځواکونو په هغه سیمه کې، چې د ملاعبدالسلام ضعیف کور موقعیت لري، عملیات کړي دي.

دې وزارت په دې اړه چې د ملا ضعیف کور محاصره شوی او که نه دی، څه ونه ویل.

ملا ضعیف، چې د طالبانو د واکمنۍ په مهال په اسلام اباد کې سفیر و، د طالبانو د واکمنۍ له پای ته رسېدو وروسته پاکستان ونیوه او امریکا ته یې وسپاره.

ده څو کال په ګوانتنامو بند کې تېر کړي دي.

122 total views, 122 views today

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About تاند