شنبه , مارچ 23 2019
Home / Hot News / امریکا متحده ایالاتو افغان ځواکونو ته درېAC-208 جنګي او کشفي الوتکې ورکړې دي

امریکا متحده ایالاتو افغان ځواکونو ته درېAC-208 جنګي او کشفي الوتکې ورکړې دي

هندوکش – کابل: په افغانستان کې امنیتي چارواکي وایي چې، یوې هوکړې له مخې افغان امنیي ځواکونو ته درې کشفي او جنګي الوتکې ورکړل شوي دي.

د سرچینې په خبره دغه الوتکې په رهبري کېدونکو او ساده توغندیو سمبال دي چې کولی شي، ساکن او متحرک هدفونه په نښه کړي. ملي دفاع وزارت وايي چې په دې سره به د افغان ځواکونو وړتیاوې لوړې شي او دوی به وکړي شي چې خپل اهداف په دقیقه توګه په نښه کړي.

ملي دفاع وزارت وايي چې الوتکې د کشفي کامرو په نوي سیستم سمبالې دي او کولی شي په پېچلو حالاتو کې خپل اهداف تعقیب کړي. امریکايي پوځیانو هم ویلي چې په دې سره به د افغان پوځ وړتیا نوره هم لوړه کړل شي.

سپوږمۍ پوپلزۍ

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About ahmadwali