دوشنبه , مارچ 25 2019
Home / Hot News / امریکا له سعودي ایتلاف لاس په سر شو

امریکا له سعودي ایتلاف لاس په سر شو

هندوکش – امریکا: د امریکا مشهوره ورځپاڼه نیویارک ټایمز لیکي چې، د یمن په جګړه کې د سعودي په مشرۍ د ټلوالې نه د امریکا ملاتړ درېدو غوښتنه شوې ده.

د یادونې وړ ده چې، ډونالډ ټرمپ مخکې ژمنه کړې وه چې که داسې پریکړه لیک تصویب شي، دی به یې رد کړي. په یمن کې د سعودي په مشرۍ جګړه ۲۰۱۵ کال پیل شوه چې هلته د زرګونه کسانو د وژل کېدو او د پراخه لوږې تندې لامل شوه.

د بې پيلوټه الوتکو لوجیستیکي ملاتړ د سعودي په مشرۍ یمن کې له ایتلاف ځواکونو سره د امریکا یوه مرسته ده. په دې جګړه کې سعودي له امریکا پېرل شوې وسله کاروي.

د امریکا د سنا پریکړه لیک ددې هېواد د ولسمشر د واکونو محدودولو کمسارې هڅه بلل کیږي چې په ۳۰ ورځو د ننه د یمن په شخړه کې د امریکا د ګډون ختمېدو غوښتنه کوي.

فکور نعیمي

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About ahmadwali