شنبه , مارچ 23 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / امریکا: د پی ټي ایم د غړو ځورول له لږکیو سره د پاکستان تشدد ښیي

امریکا: د پی ټي ایم د غړو ځورول له لږکیو سره د پاکستان تشدد ښیي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت محکمې په یو راپور کې ویلي چې پاکستاني حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګPTM پلویان ځورولي او د هغوی د حوصلو ماتولو هڅه یې کړې ده. یاد وزارت د امریکا کانګرس ته یو راپور ورکړی چې په کې راغلي پاکستان پښتانه وژلي، د پښتون ژغورنې غورځنګ د پلویانو د غږ د غلي کولو هڅه یې کړې ده او د نقیب مسید قاتل راو انوار یې له نیولو وروسته بېرته په ضمانت خوشې کړی دی چې دا له لږکیو سره د یاد هېواد بې عدالتي ښیي. راپور زیاتوي پاکستان نه یوازې دا چې د دې غورځنګ د پلویانو د غلي کولو هڅه یې کړې ده بلکې پر وړاندې یې د تشدد مخنیوی هم نه دی کړی. راپور کې راغلي پاکستان هڅه کوي د پښتنو ګڼ وژنې هم له ترهګرۍ سره د مبارزې په نامه تېرې کړي. راپور کې له پاکستاني حکومته غوښتنه شوي چې د یاد غورځنګ پلویانو اړوند دې انصاف وکړي او پر وړاندې دې له تشدده لاس واخلي.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About afghansabawoon