پنجشنبه , اپریل 25 2019
Home / Hot News / امریکا د افغانستان له جګړې ستړې شوې

امریکا د افغانستان له جګړې ستړې شوې

هندوکش – امریکا: امریکا په افغانستان کې د جګړې له اوږدېدو خسته شوې ده.

مخکښ امریکایي سناتور او د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند برني سندرز ویلي، د امریکا کنګره باید له خپل قانوني صلاحیت څخه په ګټې اخیستنې پرېکړه وکړي چې امریکا باید په ټولو هېوادونو کې نظامي مداخلې بندې او خپل سرتیري له افغانستان وباسي.

برني سندرز ټینګار کړی چې امریکایان په افغانستان کې له جګړې ستړي شوي دي او نور نه غواړي چې دا جګړه دوام پيدا کړي.

دغه سناتور چې د امریکا راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د ټرمپ سیال دی، غوښتنه یې کړې چې امریکایي ځواکونه دې له افغانستان ووځي.

خو تر دې وړاندې د امریکا د ملي امنیت مشاور جان بولټن ویلي و چې، افغانستان کې به یو شمېر ځواکونه د دې لپاره پرېږدي چې له ترهګرۍ سره مبارزې ته دوام ورکړي.

فکور نعیمی

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About ahmadwali