جمعه , اپریل 26 2019
Home / Hot News / امریکا: افغان جګړه په یوې خونړي مرحلې کې ده

امریکا: افغان جګړه په یوې خونړي مرحلې کې ده

هندوکش – امریکا: د امریکا ځایي رسنې امریکا کې میشته د سولې انستتیوت له قوله لیکي چې، یاد انستتیوت په دې باور دې چې افغان جګړه یوې خونړۍ مرحلې ته ننوتلې ده او ښکېلو خواوو د یو بل پر ضد عملیات پيل کړي دي.

ددغه انستیتوت د اسیايي برخې مسوول ویکرم جي سنګ وایي تر هر څه وړاندې ددې اړتیا ده، چې ښکېلې خواوې په خپلو کې اوربند سره وکړي.

دده په وینا د جګړې دوام د هېڅ لوري په ګټه نه دی او ټول زیان یې عامو افغانانو ته اوړي.

هغه همدا راز ویلي هره هغه ممکنه طرحه دې تر کار لاندې ونیول شي چې کولی شي افغانستان ته سوله راولي او په دغه هېواد کې جګړو ته د پای ټکی کېږدي.

د جي سنګ په وینا ان که د موقت حکومت جوړولو باندې د مذاکراتو لوري هوکړې ته ورسېږي باید فکر ورباندې وشي.

دده په خبره د افغان جګړې د پای یوازینۍ لار د سولې خبرې دي او ټول باید دا حقیقت ومني او په دې برخه کې عملي ګامونه اوچت کړي.

سپوږمۍ پوپلزۍ

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About ahmadwali