دوشنبه , مارچ 25 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / امریکايي جنرال: پوځیان مو اوس له افغانستانه نه وزي

امریکايي جنرال: پوځیان مو اوس له افغانستانه نه وزي

ووټل

 

د افغانستان د سولې اوږدې خبرې او نامالوم لوری ددې باعث شوی چې نړیوال بیلابیل غبرګونونه او نظرونه ورکړی داچې د امریکايي ځواکونو د وتلو خبرې کیږي خو لاچوته نه ده چې څه به وشي اوس یوه پوځې امریکايي چارواکي ویلي هغه وخت نه دی چې موږ له افغانستانه ووزو.

یو جګپوړی امریکايي جنرال وايي، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني سره له دې چې په ښکاره یې د امریکا او طالبانو ترمنځ پر خبرو اندېښنه ښودلې، د هغو ملاتړ کوي.

ده له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو په اړه وویل چې په افغانستان کې سیاسي شرایط اوس داسې نه‌دي چې امریکايي پوځیان له دې هېواده ووځي.

د امریکا د عمومي قوماندانۍ مشر جنرال جوزف ووټل پرون پنجشنبه د امریکا د سنا جرګې د وسله والو خدماتو کمېټې ته وویل، له زلمي خلیل‌زاد سره له خپلو خبرو ورته څرګنده شوې چې له ولسمشر غني سره په منظم ډول مشورې کوي، بشپړ معلومات ورکوي او په حقیقت کې دا خبرې د ولسمشر غني په ملاتړ پیل شوي او هغه ترې خبر دی.

دا راپور په داسې حال کې خبریږي چې څو ورځې وړاندې د بریتانیا دفاع وزارت ویلي وو چې له امریکايي ځواکونو وروسته به ددوی خاص ځواکونه په دې هېواد کې دیره شي.

د انګلیستان د دفاع وزارت پوځي چارواکو ویلي  له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته به د بریتانیا ځانګړي ځواکونونه په افغانستان کې د تروریزم پر ضد مبارزه کې کلیدي رول ولوبوي، او په هغه اولس کلنه جګړه کې برخه اخلي چې تراوسه يې ګټل لاهم نامالومه دي.

د انډپینډنټ امریکايي ورځپاڼې د مالوماتو له مخې ویل شوې انګریز چارواکې دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې امریکايي پلاوی د خلیل زاد په مشرۍ له طالب لوري سره د افغان سولې په هکله په خبرو بوخت دی.

 

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About عبدالقيوم عاجز