شنبه , مارچ 23 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / امریکا:ایران په عراق کې لاسوهنه کوي

امریکا:ایران په عراق کې لاسوهنه کوي

د ایران لپاره د امریکا ځانګړي استازي، براین هوک ویلي، ایران هڅه کوي په عراق کې خپل نفوذ ډېر کړي. نوموړي عراق ته د حسن روحاني پر وروستي سفر هم نیوکې کړې دي او وايي ددغه سفر پلټنه باید وشي. براین هوک ایران تورن کړی دی، چې په عراق کې د فرقه يي جګړو تر شا لاس لري او هڅه کوي د شعیه ګانو په ملاتړ په دغه هېواد کې لاسوهنه وکړي او عراق کې خپل نفوذ پراخ کړي. دده په خبره په عراق کې د ایران لاسوهنې او وروستۍ مداخلې د زغملو نه دي. ایران بیا په دې اړه غبرګون ښودلی دی او وايي، چې دوی د عراق استقلالیت ته درناوی لري او ددغه هېواد په چارو کې یې هېڅ راز لاسوهنه نه ده کړې.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About tribalnews