پنجشنبه , اپریل 25 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / امريکايي ځواکونو په کندوز کې ۱۴ مېرمنې او ماشومان شهیدان کړي

امريکايي ځواکونو په کندوز کې ۱۴ مېرمنې او ماشومان شهیدان کړي

داځل امریکایې ځواکونو په کندز ولایت کې هم د ړندو بمباریو په نتیجه کې ۱۴ تنه ملکي وګړي په شهادت رسولي دي د دې برید په تړاو د کندوز ولایت سیمه ییز چارواکي وايي د افغان او بهرنیو ځواکونو په ګډو هوايي بریدونو کې دا ملکیان وژل شوي دي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو یوه ویاند نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، په کندوز ولایت کې د طالبانو پر وړاندې د افغان امنیتي او امریکايي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې یو شمېر ملکي وګړي وژل شوي دي.

د دې ولایت د ولایتي شورا مرستیال صفي الله امیري ویلي چې په دې پېښه کې ۱۴ ښځې او ماشومان وژل شوي دي. خو ملکي وګړي بیا وایې چې د شهیدانو شمېر نور هم زیات دی او ښایې دا شمېره نوره هم زیاته شي بلخوا د امریکايي ځواکونو ویاند ډېبرال ریچاردسن ددې شمېر د تایید ترڅنګ د ملکیانو په وژنه کې طالبان پړه بللي.

د ده په خبره طالبان د عامو خلکو په کورونو کې پټ شوي وو او پرته له دې چې د ملکیانو د ژوند په اړه فکر وکړي په سیمه کې خلکو منځ کې کښته پورته تلل.د کندوز د والي ویاند عصمت مرادي هم د ملکیانو تلفات تایید کړي خو د کره شمېر په اړه یې څه نه دي ویلي.

بلخوا د کندوز د والي ویاند هم وايي چې په دې علمیاتو کې د طالبانو ۵۸ کسان وژل شوي او ۱۵ نور یې ټپیان دي.په ورته وخت کې د امریکا د دفاع وزارت وایي، چې د جمعې په ورځ یې په کندوز کې د یوې نښتې پر مهال دوه سرتېري وژل شوي دي.

 په ملکیانو دا برید په داسې سیمه کې شوی چې له مرکزه شاوخوا درې کیلومتره واټن لري د یادونې وړده چې  په کندوز کې د طالبانو پر وړاندې ګډ عملیات له درې ورځو راهیسې دوام لري.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About خان وزير عابد