دوشنبه , مارچ 25 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / افغان ولسمشر متحده عرب اماراتو ته تللی

افغان ولسمشر متحده عرب اماراتو ته تللی

ولسمشر غني

 

افغان ولسمشر د خپلو بهرنیو سفرونو په لړکې عربي اماراتو ته تللی ترڅو هلته د دوه اړه خیزه اړیکو او ښې رابطې په موخه ددې هېواد له لوړ پوړو چارواکو سره وګوري امارت هغه هېواد دی چې له افغان دولت سره په بیلابیلو برخو کې همکا ري او مرسته کوي.

ولسمشر د یوه لوړ پوړي دولتي چارواکي په مشري نن سهار کابل د اماراتو په فلمه ترک کړي او هلته به ددې هېواد په پلازمینه کې د یو شمېر عرب مشرانو  سره وګوري.

له ارګ څخه په یوه خپاره شوي بیان کې راغلي د هېواد جمهوررئیس به په دې سفر کې د ابوظبۍ امیر او ولیعهد شېخ محمد بن زاید آل نهیان سره وویني چې په ترڅ کې به يې د شویو مرستو قدرداني او راتلوونکي کې د نورو همکاریو پر سر خبرې  وشي.
دغه راز به دواړه هېوادونه دګډې اعلامیې پر خپرولو سربېره د جمهوررئیس محمداشرف غني او د ابوظبۍ د امیر او ولیعهد شېخ محمد بن زاید آل نهیان په حضور کې د افغانستان او متحده عربي اماراتو اړوند مسوولین د فرهنګي، پوهنې، ورزش، کانونو، انرژۍ او کرنې په برخو کې د همکارۍ شپږ تفاهمنامې لاسلیک کړي.

ولسمشر وړاندې تر دې  اذربیجان هېواد ته بهرنی سفر کړی وو او  هلته له یوشمېر چارواکو او سوداګرو سره کتلي وو، د اذربایجان د اقتصاد وزیر د افغانستان او اذربایجان ښو او ورځ تر بلې پراخېدونکو مناسباتو ته په اشارې وویل، د دواړو هیوادونو سوداګریزې اړیکې هم باید د سیاسي او فرهنګی اړیکو هومره پراخه شي.

نوموړي د افغانستان او اذربایجان تر منځ د اورګاډي کرښې، کلتوري، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخو کې لاسلیک شوي تفاهم لیکونه ګټور وبلل او زیاته یې کړه، چې په اذربایجان کې به د افغاني تولیداتو نندارتون جوړ کړي.

ښاغلي مصطفی وف وویل، له افغان پلاوي سره یې د دوه اړخیزه همکاریو په اړه ګټور بحثونه لرل او په نږدې راتلونکي کې به کاري پلاوی افغانستان ته واستوي. هغه زیاته کړه، هیواد یې د افغانستان په انکشاف او بېلابېلو پرمختګونو خوښ دی.

د اذربایجان تاجرانو او پآنګوالو د خپلو کمپنیو، تولیداتو، ظرفیتونو او مهارتونو په اړه د معلوماتو ورکولو پرمهال وویل، دوی د کرنې، ټرانسپورټ، کانونو، تعمیراتي توکو، انرژۍ او نورو بېلابېلو برخو کې په افغانستان کې کار او پانګونې ته لېواله دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست اجمل احمدي د غونډې ګډونوالو ته د انرژۍ، کانونو، کرنې، ټرانزیټ، سیمنټو او نورو برخو کې شته فرصتونه او ظرفیتونه تشریح کړل او هغوی یې په افغانستان کې کار او پانګونې ته وهڅول.

 

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About عبدالقيوم عاجز