پنجشنبه , اپریل 25 2019
Home / افغان هندوان او سیکان / افغان هندوانو او سیکانو د ویساک مذهبي جشن ونمانځه

افغان هندوانو او سیکانو د ویساک مذهبي جشن ونمانځه

په هېواد کې د امنیتي ستونزو له کبله د ویساک ۲۲۱ جشن د خوښیو له ولولو ډک نه و؛ خو افغان هندوانو او سیکانو د دغې مذهبي ورځې د نمانځلو پرمهال هیله وښوده، چې په افغانستان کې سوله ټینګه او ټولنیز توپیرونه له منځه ولاړ شي.

په افغانستان کې پر هندوانو او سیکانو د وړم کال له خونړي برید وروسته اوس افغان سیکان د امنیتي ستونزو له کبله دغه جشن د پخوا په شان نه نمانځي.

دوی د خپلو وژل شویو غړیو په ویر ویرجن دي او وایي، چې سږکال دا جشن د خوښیو له ولولو ډک نه و؛ ټول خواشیني وو او بس تر سره مو کړ.    

په ولسي جرګه کې د هندوانو او سیکانو بریالی نوماند نرندر سنګهـ خالصه وایي، چې د ویساک عنعنوي جشن دې ټولو هېوادوالو په ځانګړي توګه هندوانو او سیکانو ته مبارک وي.

د هندوانو او سیکانو دغه جشن ته یو شمېر نور هیوادوال هم ورغلي وه.

د ویساک جشن کډونواله زینت وایي، چې دوی مو هم هېوادوال دي او باید په مراسمو کې یې ګډون وکړو.

په دې وروستیو کې ډېر افغان سیکان او هندوان له هېواده ووتل او نورو هېوادونو ته کډوال شول. اوس په ټول افغانستان کې د هندوانو او سیکانو پېنځه سوه کورنۍ اوسیږي، چې ښايي یو شمېر یې په نږدې ورځو کې له هېواده ووځي.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About Ariana News