پنجشنبه , اپریل 25 2019
Home / افغانستان / افغان سوله له اوربند پرته ناشونې ده

افغان سوله له اوربند پرته ناشونې ده

د امریکا د سولې انیستیتوت وایي افغان جګړه یوې خونړۍ مرحلې ته ننوتلې ده او ښکېلو خواوو د یو بل پر ضد عملیات پيل کړي دي. ددغه انستیتوت د اسیايي برخې مسوول ویکرم جي سنګ وایي تر هر څه وړاندې ددې اړتیا ده، چې ښکېلې خواوې په خپلو کې اوربند سره وکړي. دده په وینا د جګړې دوام د هېڅ لوري په ګټه نه دی او ټول زیان یې عامو افغانانو ته اوړي. هغه همدا راز ویلي هره هغه ممکنه طرحه دې تر کار لاندې ونیول شي چې کولی شي افغانستان ته سوله راولي او په دغه هېواد کې جګړو ته د پای ټکی کېږدي. د جي سنګ په وینا ان که د موقت حکومت جوړولو باندې د مذاکراتو لوري هوکړې ته ورسېږي باید فکر ورباندې وشي. دده په خبره د افغان جګړې د پای یوازینۍ لار د سولې خبرې دي او ټول باید دا حقیقت ومني او په دې برخه کې عملي ګامونه اوچت کړي.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About tribalnews