دوشنبه , مارچ 25 2019
Home / Hot News / افغان حکومت له پاکستان سفارت وضاحت غوښتی

افغان حکومت له پاکستان سفارت وضاحت غوښتی

هندوکش – کابل: افغان حکومت په کابل کې د پاکستان له سفارت د وضاحت غوښتنه کړې ده .

له بهرنیو چارو وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دپاکستان سفارت  مستشاره یي غوښتي چې دافغانستان په تړاو د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د وروستیو څرګندونو په تړاو وضاحت ورکړي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت دعمران خان دغه څرګندونې چې په افغانستان کې نوی حکومت د جوړېدو په حال کې دی دافغانستان په چارو کې لاسوهنه بللې ده .

په خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي چې د پاکستان مستشار ځواب څه و.

پاکستان په وار وار د افغانستان په چارو کې په لاسوهنو تورن شوی دی .

سپوږمۍ پوپلزۍ

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About ahmadwali