پنجشنبه , اپریل 25 2019
Home / Hot News / افغان او پاکستاني علماوو په عمان کې ګډه غونډه کړې

افغان او پاکستاني علماوو په عمان کې ګډه غونډه کړې

هندوکش – عمان: یونسف وایي په عمان کې د افغانستان او پاکستان جید علمان سره را ټول شوي څو په سیمه کې د پولیو د واکسینو د تطبیق په اړه خبرې وکړي.

سرچینه زیاتوي دوی به پر دې سلا مشورې کوي چې د پولیو واکسین په کلیو او بانډو کې تطبیق شي څو ددغه وژونکي او خطرناک ویروس لمن له دې سیمې ټوله شي.

یونسف تر دې وړاندې پخپلو راپورونو کې ویلي وو، چې پولیو له ټولې نړۍ ورکه شوې، خو یوازې په افغانستان، پاکستان او د هند په ځينو برخو کې لا هم شته ده.

دوی پر خلکو، وسله والو ډلو او حکومتونو غږ کړی و، چې ددغه ناروغۍ پر ضد د واکسینو له کمپاینو سره همکاري وکړي.

خو په ډيری برخو کې وسله والې ډلې ددغه واکسین د تطبیق مخه نیسي. یونسف وايي ددغه علماوو د غونډې پرېکړه او جزیات به وروسته له رسنیو سره شریک کړل شي.

محمد حنیف بیدار

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About ahmadwali