دوشنبه , مارچ 25 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / افغان امنیتي ځواکونو د ملا عبدالسلام ضعیف کور محاصره کړی

افغان امنیتي ځواکونو د ملا عبدالسلام ضعیف کور محاصره کړی

abdul-salam-zaeef

 

ویل کیږي چې افغان امنیتي ځواکونو په کابل کې د ملا عبدالسلام ضعیف کور محاصره کړی، سرچینې وايي چې امنیتي ځواکونه له تیري شپې دلته دي او چاته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کیږي.

عبدالسلام ضعیف د سولې پروسه کې د خیل او له پېژندل شویو څېرو څخه شمېرل کیږي نوموړي د سولې په هکله د مسکو په خبرو کې او وروسته د دوحې  په خبرو کې هم برخه اخیستې.

تراوسه پوري ددې انګېزه مالومه نه ده چې ولې د نوموړي کور محاصره شوی نه هم کومې امنیتي ادارې په دې  هکله توضیحات ورکړي.

د رسنیو د راپورونو له مخې افغان امنیتي ځواکونه له تیري شپې راهیسې یاده سیمه محاصره کړې او هیچاته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.

عبدالسلام ضعیف  د طالبانو د حکومت پرمهال په پاکستان کې دافغانستان سفیر وو، او د طالبانو د رژیم تر ړنګېدو وروسته د پاکستان دولت امریکا ته په لاس ورکړ.

چې وروسته د امریکا له لوري د ګوانټانامو په زندان کې زنداني شو او یوه اوږده موده يې هلته تیره کړه.

ملا عبدالسلام ضعیف د سولې اوسنۍ پروسه کې په ټولو ناستوکې برخه اخیستې او تقربیآ په دې برخه کې يې منځلاريتوب غوره کړی.

دا چې دولت به د ضعیف د کور په محاصره کې څه موخه ولري تراوسه په ډاګه نه ده، خو تردې وړاندې هم دولت ورته اقدامونه کړي تر ډیره بریده يې یو شمېر پيژندل شوي څېرې نیولي او  د لومړیو تحقیقاتو لپاره يې له ځان سره وړي دي

ملا عبدالسلام ضعیف په ۱۳۵۷ لمریز کال د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ کې نړۍ ته سترګې غړولې او د طالبانو د واکمنۍ پرمهال يې ددې رژیم لپاره بیلابیلې مهمې دندې مخ ته وړې دي.

هغه د پاکستان له لوري په ۲۰۰۳ میلادي کال امریکا ته په لاس ورکړل شوی

اوس پوښتنه داده چې د ضعیف دا ډول تعقیب  خو به د سولې پر پروسه کومه منفي اغېزه نکوي

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About عبدالقيوم عاجز