دوشنبه , مارچ 25 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / افغانستان او ایرلینډ څلورمه پنځوس اوریزه کوي

افغانستان او ایرلینډ څلورمه پنځوس اوریزه کوي

ایرلینډ

 

ایرلینډ به نن په د یوه مدافع په شکل میدان ته کوزیږي ځکه دوی تیره لوبه افغانستان څخه ګټلې وه خو افغان لوبډله به پر قوي شته مورال میدان ته کوزه شي.

نن ددې دواړو رقیبو لوبډلو ترمنځ د افغانستان په کوربتوب څلورمه پنځوس اوریزه یو ورځنۍ لوبه ترسره کیږي د دواړو لوبډلو ترمنځ تراوسه په دې لړۍ کې امتیا یو برابر دی.

نن جمعه د افغانستان پروخت دغرمې دولس ۱۲بجې به ایرلینډ او افغانستان د هندستان دهرادون ښار کې د افغانستان په میزباني د لوبې ډګر ته وزي خو لا مالومه نه ده چې لوبه به څوک ګټي؟

په دهرادون ښارکې د هوا پېژندنې ادارې ویلي چې ددې ښار اسمان به وریځ وي ولې تراوسه پوري  د اورښت اټکل نه دی شوی نو له همدې امله دوی کولای شي چې خپله لوبه په اسانۍ سره ترسره کړي.

د افغانستان کرکیټ بورډ تمه ښودلې وه چې ددې لوبې لړۍ به هم له ایرلینډ څخه په ښه توپیرګټي تراوسه په افغان لوبډله کې د بدلون په هکله څه نه دي ویل شوي.

ایرلینډ او افغانستان په دې پنځوس اوریزه لوبو لړۍ کې یو د بل په وړاندې مساوي روان دي یوه یوه لوبه يې ګټلې او بله لوبه د باران اوریدو له کبله مساوي اعلان شوه.

خو په وروستۍ لوبه کې ایرلینډ افغانستان ته د ۲۰۱۹کال لومړۍ ماتي ورکړه په تیره پنځوس اوریزه لوبه کې پر افغانستان د ایرلینډ لومړۍ برلاسي وه لوبه افغان لوبغاړو پیل کړه چې په ۵۰ اورونو کې یې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۲۵۶ منډې جوړې کړې.

نجیب ځدراڼ په ۹۸ توپونو ۱۰۴ منډې او کپټان اصغر افغان په ۱۰۹ توپونو ۷۵ منډې جوړې کړې.

ایرلینډ ټاکلي هدف ته په ۴۹ اورونو کې او د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ځان ورساوه.

اوس به افغان لوبډله کوښښ کوي ترڅو ننۍ لوبه په ښه توګه ایرلینډ څخه وګټي ځکه دوه پاتې لوبې د سریز له مهمو لوبو څخه دي دواړه لوبډلې کوښښ کوي ترڅو له سیاله پاتي نشي.

 

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About عبدالقيوم عاجز