سه شنبه , مارچ 26 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / افغانان: که پنجاب بريدونه بند نه کړي، سوداګريزه لاره بندوو

افغانان: که پنجاب بريدونه بند نه کړي، سوداګريزه لاره بندوو

تورخم کې لاريون

نن په تورخم کې سلګونه افغانانو د پاکستان پر ضد لاريون وکړ او له افغان حکومت او نړيوالې ټولنې څخه يې وغوښتل، چې د پنجاب د بريدونو اړوند سکوت دې مات کړي. دوى ووايي که پنجاب بريدونه بند نه کړي، نو دوى به له پاکستان سره سوداګريزه لاره بنده کړي.

دا لاريون چې د سولې ولسي حرکت له خوا جوړ شوى و، پکې سلګونه افغانانو ګډون درلود او د پاکستان او پنجاب پر ضد يې شعارونه ورکول. دوى ويل چې نور ورته پر افغان خاوره د پنجاب بريدونه د منلو وړ نه دي.

لاريونوال پنجاب ته سخت غوسه و او ويل يې، چې پنجابيانو انساني، اسلامي او د ګاونډيتوب ټولې کرښې ماتې کړي دي. هغوى پنجاب ته وويل، چې دوى به کله هم د پنجاب د بريدونو په اړه چپه خوله نه کېني.

د سولې ولسي حرکت وياند بسم الله وطن دوست بيا د لاريون پر مهال وويل، چې پاکستان نږدې څلوېښت کاله موږ د خپلو شخصي ګټو په خاطر وژني. هغه زياته کړه، چې پنجاب ځکه پر ولسونو بريدونه کوي، چې سيمې خالي شي او دوى ځمکې لاندې کړي.

وطن دوست لاريونوالو ته وويل، چې نړيواله ټولنه مطلق منافقت کوي او خپل منشور يې تر پښو لاندې کړى دى. هغه وويل چې د نړيوالې ټولنې په منشور کې راغلي، چې يو ګاونډى پر بل بريد کوي، دوى به يې مخه نيسي، خو نږدې اتلس کاله کېږي چې پنجابيان موږ وژني، خو نړيواله ټولنه ورته ګوري.

همدا راز په دغه لاريون کې د مقبوضه پښتونخوا پر ولسونو غږ وشو، چې پر پنجاب دې فشار راوړي، تر څو هغوى له دغه بريدونو څخه واوړي او نور په دې خاوره بريدونه ونکړي.

همدا راز لاريونوالو پر افغان حکومت هم غږ وکړ، چې څومره ژر کېږي، دغه ناورين دې پاى ته ورسوي.

ياده دې وي چې د پاکستان حکومت د ډېورنډ کرغېړنې کرښې دېخواته وخت نا وخت بريدونه کوي، چې ځايي اوسېدونکو ته پکې تاوانونه اوړي او له دې امله ډېرى هغه خلک، چې ډېورنډ کرښې ته نږدې يې ژوند کاوه، له دغه ځايونو څخه نورو سيمو ته کډه شوي دي.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About اداري څانګه