جمعه , اپریل 26 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / اسدالله خالد : ملي اردو د سولې څخه ملاتړ کوي

اسدالله خالد : ملي اردو د سولې څخه ملاتړ کوي

د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر وايي چې دوی د سولې ملاتړ کوي ، خو داسې سوله ، چې ترنوم لاندې یې یوه نوې جګړه نه وي .

د افغانستان دفاع وزیز اسدالله خالد نن د افغان کمانډو ځواکونو یوې غونډې ته په خبرو کې وویل چې دوی سولې ته ژمن دي خو داسې نه چې د سولې څخه وروسته په افغانستان باندې یوه بله جګړه وتپل شي .

خالد نن د ۱۰۰۰ تنو کمانډو ځواکونو د فراغت په غونډه دا هم وویل چې (( موږ سولې ته ژمن یو او په ځلونو مو ویلي دي چې افغان ملي اردو د سولې څخه دفاع کوي او د افغانستان ستونزه یوازې د سولې له لارې حل کېدای شي )).

نوموړي افغان کمانډو ځواکونو ته په خطاب کې وویل چې تاسو  بې له ډآره او قوي احساس سره جګړه کوئ ، ستاسو جګړه د سرحدونو او د افغانستان د نقشې د ساتلو لپاره ده .

نوموړي همدا رنګه زیاته کړه چې د افغان اردو  دنده د افغانستان او د افغانانو ساتل دي ، یوه داسې اردو لرل زموږ لپاره افتخار دی او دغه ویاړ باید په هر وخت کې وساتل شي .

له بل لوري ملي دفاع وزارت په خپله رسمي فسبوک پاڼه لیکي چې نن یې د بادغیس په بالامرغاب ولسوالۍ کې په دوو کلیو کې د ځانګړو ځواکونو عملیات کړي چې له کبله یې د دوو سیمه ییزو قوماندانو په ګډون ۱۴ تنه وسله وال طالبان وژلي او ۱۰ نور ژوبل شوي دي .

دا په داسې حال کې ده چې حکومت څو میاشتې وړاندې د حکومت د مخالفینو په وړاندې د خالد په نوم عملیات اعلان کړل ، چې لا تراوسه هم په ټول افغانستان کې د وسله والو مخالفینو د ځپلو په موخه روان دي .

د خالد د عملیات د اعلان نه وروسته وسله والو طالبانو هم د تېرې جمعې په ورځ د (( الفتح )) په نوم عملیات اعلان  کړل چې د رویټرز د راپور له مخې طالبانو په ۱۵ ولایتونو کې بریدونه کړي چې له کبله یې دواړو لوریو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده .

 

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About اداري څانګه