جمعه , اپریل 26 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / اریانا سعید: له حجابي مېرمنو بد بوی ځي

اریانا سعید: له حجابي مېرمنو بد بوی ځي

اریانا سعید

د افغانستان د دري ژبې سندرغاړې اريانا سعيد په خپله يوه ويډيو کې ويلي دي، چې هغه مېرمنې چې حجاب کوي، که څه هم هغوی لمونځونه کوي خو د ځان د پاکۍ خيال نه ساتي او له هغوی څخه بد بویونه ځي.

اریانا سعید دا خبرې په خپلې فېسبوکپاڼه په يوه ژوندۍ ويډيو کې کړي دي او نه يوازې دا چې اسلامیت ته يې سپکاوی کړی دی بلکې افغان مېرمنو ته يې هم سپکاوی کړی دی.

اريانا سعید په خپله ويډيو کې د فحاشۍ خورولو لپاره افغان مېرمنو ته سپکاوی کړی او ويلي يې دي چې دوی چې تل په حجاب کې وي، له بدنونو يې بد بویونه ځي. هغه وايي کې څه هم دا مېرمنې پنځه وخته لمونځ کوي خو بيا هم د ځان پاکي نه ساتي او تل ترې بد بويونه روان وي.

د اریانا سعید دې خبرو ته په ټولنيزو رسنیو سخت غبرګون ښکاره شوی.

ډېری خلکو اریانا سعید ته ليکلي دي، چې اسلامي او افغاني ارزښتونو ته سپکاوی نه دی پکار او زموږ ځينې خلک چې اروپايي هېوادونو ته لاړ شي، نو له هغه ځایه چې نور هېڅ پېدا نه کړي، بيا زموږ ارزښتونو ته سپکاوی کوي.

د اريانا سعيد د سپکو خبرو په غبرګون کې خلکو هم ورته سپکې خبرې کړي او ډېری خلکو ورته ليکلي، چې خپله چون تل نيمه لوڅه ګرځي، نو اوس غواړي چې نورې پاکې او با حیا مېرمنې دې هم د دې په څېر لوڅې وګرځي.

يوې مېرمنې په خپله يوه ويډيو کې اریانا سعید ته په ځواب کې ويلي، چې مسلمانې ښځې په اسلامي او افغاني ارزښتونو ساتلو ښې ښکاري او دې ورته ښکلا وربخښلې ده. نوموړې په خپله ويډیو کې مخکې ويلي دي، چې بې حيا او نيمه لوڅې ښځې د بازاري شيانو په څېر وي، چې هېڅ ارزښت نه لري او ټول خلک ورته په سپک نظر ګوري.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About کابل اداري څانګه